د طالبانو وزیر د افغانانو غوصه را  پارولې

د طالبانو وزیر د افغانانو غوصه را پارولې


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1184

د ټولینزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر عبدالباقي حقاني پر وروستیو څرګندونو توندې نیوکې کړې او دا یې د افغان کادرنو بې عزتي ګڼلې.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو بیا د حقاني یادې خبرې ریشخند کړي؛ خو ځینو نورو بیا په داسې یو مهم ځای کې د نوموړي ګمارنه بې ځایه بللې او له امارت څخه یې غوښتي، چې حقاني دې ژر تر ژره له دندې لرې کړي.

باید یاده شي، چې نوموړي ویلي و، چې د تېرو شل کالونو تعلیم ورته بې مانا دی او له هغو خلکو، چې په تېر نظام کې یې زدکړې کړې وې، هیڅ تمه نشې کېدای.