نی افغانستان کې خپل فعالیتونه په ټپه ودرول

نی افغانستان کې خپل فعالیتونه په ټپه ودرول


  • 5 مياشتي دمخه (26/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 326

 

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر نی وايي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه په ټپه ودرول.

د یادې ادارې یو غړي مجیب خلوتګر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې خپل فعالیتونه یې د لنډ مهال لپاره ودرولي دي.

هغه ویلي،  اوس لپاره په افغانستان کې د دوی فعالیتونو ته شرایط برابر نه وو؛ نو ځکه یې پرېکړه کړې چې خپل فعالیتونه وتړي.

نی په داسې حال کې خپل فعالیتونه په ټپه ودروي؛ چې اوس مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې دي.

د یادونې ده چې دغې اداره اولس کاله د ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره کار وکړ.