د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي


  • 6 ورځي دمخه (30/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 25

 

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځیان ورسته له هغې وژل شوي دي چې ټي‌ټي‌پي‌ پر يوې پوستې بريد وکړ.

سرچينې ادعا کړې ده چې، په ځوابي بريد کې شپږ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.

بايد ياده شي چې ټي‌ټي‌پي تراوسه د پاکستان د پوځ يادې ادعا ته غبرګون ندی ښودلی.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې کشمیر کې هم څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي وو او دوه نور ټپيان وو، چې د ځايي پوليسو قمندان ادعا کړې وه او د پېښې پړه يې پر افغانستان اچولې وه.

نوموړي ويلي وو، له افغانستان ترهګر پاکستان ته راځي او دغه راز افغانستان کې پټنځایونه لري.

د يادونې ده چې افغان حکومت په پرلپسې ډول د پاکستان دغه ادعاوې ردوي.