ځایي چارواکي: هلمند کې اورلګېدنې يو ميليون افغانۍ زيان اړولی

ځایي چارواکي: هلمند کې اورلګېدنې يو ميليون افغانۍ زيان اړولی


  • 2 کاله دمخه (25/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 721

سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، چې بېګاه د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې په يوې اور لګېدنه کې ملکي خلکو ته يو ميليون افغانۍ زيان اوښتی دی.

د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندي رسنیو ته ویلي، چې دغه اور تېره شپه د ښار د لومړۍ حوزې اړوند د عمري مارکيټ په یوه دوکان کې بل شوی دی.  

هغه ویلي، چې سيمې ته د دوی د اور وژنې ډله پر وخت رسيدلې او په ياد دوکان کې یې د لس ميليونه افغانیو په اندازه توکي د اور د خوراک څخه ژغورلي دي. 

دی وایي، د اور وژنې ډلې نورو دوکانونو ته د اور د غځيدلو مخه هم نيولي ده.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې دغه اور لګېدنه د څه له امله رامنځ ته شوې ده. 

تر دې وړاندې هم په هلمند کې د ملکي خلکو په کار ځايونو کې اور لګېدنې رامنځ ته شوې وې.