د رحمت الله نیکزاد وژل کیدو غبرګونونه پارولي

د رحمت الله نیکزاد وژل کیدو غبرګونونه پارولي


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1090

 

د افغان خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کيدو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې په غزني کې د خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي.

دغه فدراسیون له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې ددغې پېښې عاملین مشخص او په سزا ورسوي.

همدا شان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی دی.

الجزیرې شبکې هم په غزني کې د خپل پخواني خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کېدل غندلي او په خبره یې د خبریالانو د چوپ کولو بهیر د جدي اندېښنې وړ دی.