په پاکستان کې  د ایتلافي حکومت جوړېدو هڅې؛ یو شمېر ګوندونه هوکړې ته رسېدلي

په پاکستان کې د ایتلافي حکومت جوړېدو هڅې؛ یو شمېر ګوندونه هوکړې ته رسېدلي


  • 11 مياشتي دمخه (14/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 378

د پاکستان له پارلماني ټاکنو وروسته چې هېڅ یو ګوند اکثریت ترلاسه نه کړل، یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د جیو تلویزیون د خبر له مخې د مسلم لیګ ن شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، د مهاجر غورځنګ مشر خالد مقبول صدیقي او د یو شمېر نورو وړو ګوندونو مشرانو 

د ایتلافي حکومت جوړولو پرېکړه وکړه.

بلخوا د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ددې ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه نوماند کړی دی او خپله لور مریم نواز یې د پنجاب د وزیر اعلی لپاره هم نومانده کړې

په پاکستان کې تېره اونۍ پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې په کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو کاندیدانو ۹۲ څوکۍ، مسلم لیګ ن ۷۹ او د پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ ګټلې دي.