امیري: پر رسنیو برید کوونکي هغوی دي، چې له حساب ورکولو وېرېږي

امیري: پر رسنیو برید کوونکي هغوی دي، چې له حساب ورکولو وېرېږي


  • 1 کال دمخه (13/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 622

سمسور نیوز (۲۲کب۱۴۰۱) د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په مزارشریف کې پر تبیان فرهنګي مرکز د برید له قربانیانو او د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. 

مېرمن امیري ویلي، پر خبریالانو او رسنیو حملې هغوی کوي چې له حساب ورکولو بېریږي.

نوموړې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې خبریالان د ښې حکومتولۍ د پراختیا لپاره خپل ژوند په خطرکې اچوي، باید د هغوی دفاع او کلک ملاتړ یې وشي. 

د راپورونو له مخې، داعش ډلې بلخ کې پر خبریالانو د وروستي برید مسولیت پر غاړه واخیست. 

ویل کېږي، په دې برید کې درې کسه وژل شوي او تر لسو زیات نور ژوبل دي.