ایران روانه اوونۍ څه باندې دوه زره نور افغان کډوال بېرته راشړلي

ایران روانه اوونۍ څه باندې دوه زره نور افغان کډوال بېرته راشړلي


  • 1 کال دمخه (20/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 602

سمسور نیوز (۱کب۱۴۰۱) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې دوه زره نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت نن ویلي، دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۲۴۹۷ تنو ته رسیږي د تېرې شنبې او یکشنې په ورځ د نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هیواد ته ستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، د دغو خلکو له ډلې یو زر او ۶۴۷ کسان د اسلام کلا له پولې او ۸۵۰ کسان د ابریشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. 

سرچينې ویلي، د راستنو شوو له ډلې يې ۲۶۰ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان IOM دفتر ته ورپېژندلي دي.