تهران کې د افغان کډوالو پر وضعیت نن ناسته پیلېږي

تهران کې د افغان کډوالو پر وضعیت نن ناسته پیلېږي


  • 2 کاله دمخه (11/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 783

سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) ټاکل شوې، چې نن د افغانستان، پاکستان ایران او د مهاجرینو نړیوال سازمان یو شمېر ادارې په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.

یادې ناستې کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم ورغلی دی.

له کډوالو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې به په دغو دواړو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ستونزو او د دوی پر وړاندې د شته خنډونو د حل کېدو په اړه خبرې وشي.

په پام کې ده، چې په دې ناسته کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پر یو ګډ او اغېزناک  میکانیزم هم کار وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د یادو هېوادونو د پوځیانو د ناوړه چلند ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې.