لوی درستیز: د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې افغانانو ته سپکاوی دی

لوی درستیز: د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې افغانانو ته سپکاوی دی


  • 10 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 289

د سرپرست حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر څرګندونې له سپکاوي ډکې وبللې.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د فطرت له قوله لیکلي چې  د عاصم منیر وروستۍ څرګندنې توهین امیزه وې.

خبرپاڼه کې راغلي، دا ډول څرګندونې د مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.

اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې دوی د خپل هېواد امنیت خپله نشي ساتلی، نو د خپلو نیمګړتیاو پړه پر نورو ور اچوي.

اعلامیه کې د پاکستان له خلکو غوښتل شوي چې د دا ډول معتصبو افکارو پر وړاندې غبرګون وښيي.

د یادونې ده چې د پاکستان لوی درسیتز دوې ورځې وړاندې ویلي وو، چې دی یو پاکستانی له ټول افغانستان سره هم نه برابروي.