افغان انجنیرانو یوه تخریب شوې روسي الوتکه بېرته ترمیم او فعاله کړه

افغان انجنیرانو یوه تخریب شوې روسي الوتکه بېرته ترمیم او فعاله کړه


  • 1 کال دمخه (27/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 684

سمسور نیوز (۷وری۱۴۰۲) د ملي دفاع وزارت وايي، د دې وزارت د هوایي ځواک د انجنیرانو او تخنیکرانو په هڅو یوه «AN-32B» روسي ډوله الوتکه ترمیم او فعاله شوې ده.

یاد وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دې الوتکې ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره تر سره شوې ده.

دفاع وزارت د هوايي قل اردو قومندان عبدالغفار محمدي په حواله وايي، د دوی انجنیران او تخنیکي ډله هڅه کوي چې ورته نورې الوتکې هم ترمیم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت تر دې وړاندې د تخریب شویو ۳۰۰ بېلابېلو نظامي وسایطو د بېرته رغېدو خبر ورکړی و.