د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو دوو ورځو ورښتونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي او ګڼ کورونه يې تخريب کړي دي.
د ياد ولايت ځايي مسوولان وايي، د سختو بارانونو له امله شاوخوا ۵۰ کورونه او دوکانونه ويجاړ شوي او لسګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.
د دې ورښتونو له امله کرنيزې ځمکې هم تخريب شوې او ځايي اوسېدونکي د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د هوا پېژندنې ادارې راتلونکې دوه ورځې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلاببونو راوتلو اټکل کړی دی.