په دایکندي ولایت کې د کریم خلیلي په نوم هوایي ډګر په رسمي ډول د نیلي په نوم ونومول شو.
د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس دین محمد بهزاد وایي، چې دا کار یې د کابینې د پرېکړې پر اساس کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړم کال هم په دایکندي ولایت کې د ايراني مذهبي مشر امام خمیني په نوم انسټیټیوت د سید جماالدین افغان په نوم ونومول شو.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د اشخاصو په نامه د ځینو ځایونو نومونه بدل کړي دي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې په کابل کې هم د احمد شاه مسعود په نوم څلور لارې په خپل پخواني نوم په «عامې روغتیا» ونومول شوه.