چې دا خلک ولې وارخطا دي !؟

چې دا خلک ولې وارخطا دي !؟


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 1564

په افغانستان کې هر تنظیم ، هرې ډلې او اکثرو سیاسي اشخاصو د هېواد په تباهۍ کې خپله خپله ونډه لرلې ده ، ځینو یې د خپلو اعمالو سزا هم کتلې او ځینو نورو ته لا دا سزا سترګې پر لاره ده. خو یو څو نازولي تنظیمونه او د هغوی یو څو نازولي مشران شته ، چې لکه فرښتې له ګناه او خطا پاک دي ! 

جمعیت ، وحدت او جنبش تنظیمونه ، په تېره بیا جمعیت ، نه کابل وران کړی ، نه یې روس سره پروتوکول کړی ، نه یې پاکستان کې کمپونه درلودل ، نه یې د ملګرو ملتو د سولې پلان شنډ کړی ، نه یې امریکایانو سره د هر ډول خپلسرو پوځي عملیاتو تړون لاسلیک کړی ، نه یې قومي تعصباتو نه لمن وهلې !!؟نو ځکه د دوی یو قوماندان باید د ملي اتل! بل یې د سولې د شهید ! بل یې د ملي وحدت د شهید او دوه نور یې د مارشالانو په لقبونو او رتبو و ویاړل شي !! عجیب متضاد حرکت او عجیب مانیز پاراډوکس. څوک د ټول ملت د سر قاتل او د ملي وحدت مخالف و ، هغه ته ملي اتل وايي ، چا چې ټول عمر په جنګ او د پردیو په لمن کې تېر کړ او پر خپلو مخالفینو یې د (( غتو غتو )) بمونو د اورولو غوښتنه کوله ، هغه د سولې شهید شو ! ، چا چې د خلکو په سرو کې د قومیت پر بنسټ مېخونه ټکوهل ، هغه د ملي وحدت شهید ! و ګڼل شو او د چا په دعوت سره چې پردیو پر دې وطن یرغل وکړ ، هغه په کې مارشال شو او دا بل چې پنځو طالبانو تر انقرې پورې ځغلولی و ، ده هم د مومن خان په وژل شوي ښامار کې کې توره سره کړه ، دی هم په کې د مارشالۍ په بهادرۍ و ویاړل شو. 

دلته نه غواړو تکراري خبرې وکړو ، خو تکراري خبرې د منفورو تکراري عملونو په نتیجه کې رامنځته کېږي . اوس نو پورتنیو ډلو باندې نیوکه د یو ډېر سخت مجبوریت له وجې کېږي ، که نه نو دې ډلو ته باید سړی د لیکنو پر ځای یوازې لاړې تو کړي او بس . 

پوره شل کاله شول چې دا ډلې هم په حاکمیت کې دي او هم په مخالفت کې ، د کرزي صیب په څوارلس کلنه واکمنۍ کې یې اتیا سلنه واک درلود ، خو بیا به یې هم له مخالفته لاس نه اخیست ، د غني صیب په حکومت کې یې هم غوښنه برخه غنیمت په لاس کې دی ، بیا هم د مخالفت نارې خپل حق ګڼي . کرزي چې د فاشیستۍ د تور له ډاره د پښتنو ډېره او غني چې هم د پښتنو د حق يوه پاموړ برخه پر دوی وخوړه ، بیا هم د فاشیزم له توره خلاص نه شول. 

دا نو داسې فرښتې دي چې نیم عمر یې په جهاد کې تېر شوی ، یوه برخه عمر یې په مقاومت کې ، څه یې په دیموکراسۍ کې او څه یې په حاکمیت ، خدمت او عبادت کې ! خیانت ته یې اصلاً وخت نه دی پیدا کړی !؟

کله چې د برېښنایي تذکرو د وېش موضوع راغله ، نو دا ډلې او اشخاص د اساسي قانون او د ملي وحدت د مخالفت لپاره را پورته شول ؛ هغه وخت یې د افغان هویت مخالفت پیل کړ او ویې ویل چې په تذکره کې دې د قوم نوم ولیکل شي او دا د دوی سره کرښه ده . کله چې دا مشکل حل شو ، اوس وایي چې زموږ قومونه پر نورو قومونو وېشل کېږي !؟ 

اوس چې تر کاسې لاندې نیم کاسه راوځي او د هر چا کمیت او شمېر معلومېږي ، نو بیا یې د ملي وحدت ! تر چتر لاندې یو ځل بیا د نورو قومونو د هویت د غصب هلې ځلې پیل کړې ؛ هله چې قومونه یې وېشلي !؟ ، هله چې ملي وحدت ته زیان رسوي !؟ هله چې دا کوي او هغه ، خو ګورئ ! د هېڅ قوم نوم نه اخلي او نه یې اخیستلای شي ، چې خلک پوه شي چې کوم قوم له کوم قوم څخه جلا شوی . دوی اوس وايي د قومونو لپاره باید علمي تعریف ! رامنځته شي او هغه تعریف دې هم د تېر په څېر د جمعیت او وحدت ډلو له مزاج سره برابر وي . و وروره دا ستاسو قومونه چې د کوم علمي پرنیسپ له مخې تعریف شوي ، خو همدا تعریف پر ټولو تطبیق کړه ! نو وارخطا ولې یې؟ ځینې بیا د پښتنو قبیلو او خېلونو یو اوږد لېست خپور کړي ، چې دا ولې د پښتون په نوم یادېږي ؟ نو هغه خو دي پښتانه ، خیر چې هغوی پښتانه نه وي ، نو بیا دا پښتانه څوک دي ؟؟ دوی دومره له عقله پلي شوي چې د کورنۍ ، خېل ، قبیلي او قوم تر منځ توپیر نه شي کولای . پخوا به یې پښتنو ته پېغور ورکاوه چې دوی پر بېبلابېلو خېلونو وېشل شوي ، خو اوس چې خپله پښتانه خېلونه د پښتون قوم په اډانه کې د قانون مطابق د خپل ځان تثبیت غواړي ، نو دوی وایي چې دوی ولې ځان ته پښتون لیکي ؟ او د خدای بدمرغو ! هغوی خو قوم پښتون لیکي ، تخلص یې که د هر خېل او قبیلې وي ، هغه یې هم خپل حق دی ، خو قانون ورته د قوم دلیکلو حق هم ور کړی دی. نو اوس چې بارکزی ، احمدزی ، تڼی او نور د قوم په ستون کې ځان ته پښتون ونه لیکي ، څه ولیکي ؟ او پښتون او یا دا نور قومونه اوس دومره ذلیل شول چې هر څه به دا پنځه فاشیستان وايي ، دوی به یې په پټو سترګو مني !؟ د دې څو لږکیو په استازۍ چې دا څو ستمي فکره چارواکي او مارواکي هر وخت د دې ملي پروسې پر ضد خبرې کوي ، ودې وايي چې د سترې محکمې تفسیر د دغه قوم په باب سم نه دی ؛ دا له اتنیکي پلوه تاجک یا هزاره دي او هغه قوم دې هم و ووايي چې رښتیا هم موږ د دې قومونو یوه پښه یو ، ځانګړی قوم نه یو ، نو بیا خو هېڅ اعتراض نه شته. د ساري په توګه که ایماق ، قزلباش، ترک ، ګوجر ، پشه یان ، عرب ، پامیري قومونه ، نورستاني ، ګوار او نور قومونه په اتفاق او یوه خوله ووایي چې موږ تاجک یا هزاره یو ، نو بیا به څوک اعتراض وکړي ؟؟ اعتراض خو د همدغو قومونو له خوا و چې ویل یې دوی ته باید خپل حق ورکړل شي . نو دا نور بیا د چا زامن دي چې د نورو هویتونه تر خپل نامه لاندې ختموي.

زه د یو پښتون افغان په توګه د هر افغان د قومي هویت پلوی یم او د شمېر له مخې د پښتنو کمیت ته هېڅ ډول تشویش ځکه نه لرم ، چې په فقر او جګړه ییز حالت کې هم د دوی د نسل د تولید قابلیت تر نورمال حالته پورته دی ، موږ باید د پښتنو او ټولو افغانانو د ژوند کیفیت ته پاملرنه وکړو . دا ډول لیکنې راباندې په جبري ډول تحمېلیږي او هغه هم په دې خاطر چې یو شمېر کړۍ غواړي پر واقعیتونو خاورې واړوي ، مقابل کې یې اکثرو لیکوالو پر ځان د ځانساتنې ، ورځچارۍ او مضر احتیاط څادر غوړولی ، نو ځکه زه مجبور شم دې ډول سپینسترګو ته پر وخت ځواب ورکړم.