د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۱ تنو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پر خپله وېب پاڼه لیکلي، چې یاد افغان تر خوشې کېدو وروسته تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک فرضي کرښه هېواد ته راستانه او مرستندویو سازمانونو مرستي هم ورسره کړي دي.
د سرچینې په وینا، یاد افغانان د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د اوسېدو د اسنادو نه درلودلو له امله نېول شوي او تر کم یوې میاشتې پوري په زندانونو کې بندیان وو.
دا خبر داسې مهال رسنیز شوی، چې تېره جمعه هم د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شول.