د واخان دهلېز د چین او افغانستان په نښلونه کې مهم دی

د واخان دهلېز د چین او افغانستان په نښلونه کې مهم دی


  • 5 مياشتي دمخه (25/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 134

د بهرنیو چارو سرپرست د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال لي چُن سره په لېدنه کې پر مېس عینک کان او د واخان پر دهلېز خبرې کړې دي. 

امیرخان متقي د واخان دهلېز د چین او افغانستان په نښلولو کې مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې یاد دهلېز د دوی له لومړيتوبونو څخه دی.

نوموړي همدارنګه د مېس عینک په سیمه کې د مسو کان د استخراج تر څنګ د لرغونو اثارو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.

لي چُن په خپلو خبرو کې د لرغونو اثارو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او تر څنګ یې له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکي مثبتې یادې کړې دي.