عباس ستانکزی: ګاونډیان دې افغانان خپل ژوند ته پرېږدي

عباس ستانکزی: ګاونډیان دې افغانان خپل ژوند ته پرېږدي


  • 1 کال دمخه (17/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 609

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې افغانان خپل ارام ژوند ته پرېږدي.

شېر محمد عباس ستانکزي د نوي کابل ښار ملي پروژې پرانېست غونډه کې ویلي، چې که ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره مرسته نه‌شي کولای، باید افغانان د خپل هېواد ودانولو او آرام ژوند کولو ته پرېږدي. 

نوموړي دغه راز ویلي، هغه کسان نور په افغانستان کې ځای نه لري، چې د افغانانو تر منځ به يې قومي، مذهبي او ژبنيو تعصباتو ته لمن وهله.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې خپل خلک له اقتصادي ستونزو څخه هم داسې وژغوري، لکه د ده په وینا، له اشغال څخه یې چې وژغورل.  

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداشان ویلي، چې اوس په هېواد کې د وینو بهېدو بهیر درېدلی.