سوله پروسه ده، که پروژه؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبیب الله رفیع
  • 1254

دا څلور لسېزې کېږي چې په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، لوبغاړي او لوبڅار یې بدلېږي، خو لوبغالی یې ویر ځپلی افغانستان او توپونه یې د مظلوم افغان سرونه دي.

شپږدېرش کاله وړاندې چې روسان افغانستان ته راغلل، نو ببرک کارمل چې د خدای پر ځای یې پر روسانو ایمان درلود، په قاطعیت یې وویل چې نور به په هېواد کې یو ډز هم نه کېږي، خو بیا دومره ډزونه وشول چې دی یې هم په دوړو کې ورک شو او روسان هم.
د امریکانو او انګرېزانو له راتګ سره هم پتېیل شوې وه چې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته به جګړه ختمېږي او له بن نه را صادر شوی حکومت او د څو څلوېښتو هېوادونو نړيوال لښکر او اشر به وران افغانستان په ګډه ودانوي. 
د انګرېزانو د وخت صدراعظم "ټونې بلېیر" خو په ډېر طمطراق وویل: 
"موږ به افغانستان داسې ابادوو چې نړۍ به ورته ګوته په غاښ شي."
د ارامۍ تر لنډې دورې وروسته د امریکا او انګرېزانو د ښکېلاک اهدافو تقاضا دا وه چې په افغانستان کې یو ځل بیا جګړه پیل شي. دواړو په پاکستان لاس وواهه او پاکستان یو ځل بیا د جنګ جبهې او د جګړې ډلې فعالې کړې، افغانستان ته یې راولېږلې او ورو ورو جګړه پراخه شوه.
د بن په ناانډوله حکومت کې هماغه د قومي او سمتي توب ډک غړي پر حکومت قابض وو. په ټولو ولایتونو کې د اردو پوځ، پولیس او امنیتي ځواکونه په حاکمیت کې وو. پر خلکو یې ظلمونه وکړل او له دوی نه یې رشوتونه اخيستل پیل کړل. امریکایانو ته یې غلط راپورونه ورکړل چې هغوی پر ودونو او جنازو هم بمبارۍ پیل کړې.
دا وخت طالبان بېرته را غبرګ شول او خلکو هم ځای ورکړ.
پاکستان یو ځل بیا خپلې هغې ستراتېژۍ ته چې افغانستان خپله پنځمه صوبه کړي؛ کار پیل کړ.
اتیا زره نظامي قواوې یې د ډېورنډ د ژمنې خلاف ازادو قبایلو ته راننوتې او زموږ پولو ته یې ځان را ورساوه. 
طالبان یې هم تمویل او تسلیح کړل او خپلې مسلحې قواوې یې هم ځای پر ځای کړې. په دې سره یې له افغانستان سره نااعلان شوې جګړه پیل کړه.
شمالي ټلواله هم په حکومت کې وه او هم یې د کرزي مخالفه جبهه جوړه کړه. کرزی چې د سولې کمېسیون په جوړولو بوخت و او امریکا د ډالرو پرېمانه امکانات ورکړي وو، نو د سولې کمېسیون یې د یوې پروژې په حیث وکاراوه.
استاد رباني ته یې ډالر ورکړل او ظاهراً یې له جبهې نه د سولې کمېسیون ته راوست، خو د سولې کمېسیون ځکه نه شوای جوړېدلای چې استاد رباني له طالب سره د جګړې اړخ و؛ نه منځګړی.
ده هڅه کوله چې د سولې په نامه یو لوری ومومي، څو په پایله کې پر خپل قاتل پېښ شو او هغه یې حضور ته ومانه او ډارمه د ده پر مرګ تمامه شوه.
د سولې په جرګه کې د جګړې بل لوری (طالبان) هم ځای پر ځای شول چې د طالبانو د بري له لپاره یې کار کاوه او نتېجه یې د ملا عمر په فاتحه تمامه شوه.
په دې ترتیب د سولې جرګه اوس په یوه لویه پروژه بدله شوې او د سولې لپاره هیڅ کار نه شي کولای.
اوس چې د پاکستان دښمني تر لمر روښانه ده، د سولې جرګه باید لغوه شي. افغانستان له پاکستان سره جدي خبرې وکړي، لاس وهنې یې بندې کړي او له طالب سره که سوله کول غواړي، هغه باید د پاکستان له وساطت نه بهر وي او واقعاً سوله غوښتونکي کسان پکې راغونډ کړي، ځکه پاکستان:
په اسلام یې غلط نه شئ، سیاسي مسلمانان دي
بې له نېته یې روژې دي، بې اودسه یې لمونځونه
سرخط ورځپاڼه