ناپېژانده وسله والو هرات ښار  کې د ملي امنیت دوه تنه کارکوونکي ووژل.

ناپېژانده وسله والو هرات ښار کې د ملي امنیت دوه تنه کارکوونکي ووژل.


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1221

عیني شاهدان وايي، چې ناپېژانده وسله والو نن سهار د هرات ښار دولسمې ناحیې اړوند سیدمختار سیمه کې د ملي امنیت دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژلي.

 

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي ویلي،  چې د دوو تنو جسدونه دغه روغتون ته ور وړل شوي.

 

د هرات والي، سید وحید قتالي هم  پېښه مني خو د پېښې په تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.