موږ په ټولنیزه بداخلاقۍ اخته یو.


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1113

 تر ټولو ډېره انسانوژنه کوو، غلا کوو او درواغ وایو.

د ټولنیزې بداخلاقۍ لاملونه ګڼ دي، خو دا څلور یې دلته یادوو:
 
۱- اوږدمهالی مادي فقر او محرومیت،
پېړۍ پېړۍ کیږي، چې موږ له ښې ډوډۍ، ښو جامو او د ژوند له نورو اړینو ښو شرایطو محروم یو.
فقرو محرومیت مو لاشعور ته د عقدو او ګرومونو په شان ورکوز شوی (رسوب یې کړی) له همدې امله مو اروا ( روان ) وږې ده. رواني ولږه ټولنیزه شوې ده او د څه بودولو لپاره په ټولنه کې قتل، غلا، دروغ، درغلي، تقلب، فساد او تور کار عام شوي دي.
 
۲- د ټولنې معنوي تکیه نړېدلې ده،
د ټولنې معنوي تکیه عقیده، فرهنګ او دودیز ارزښتونه ول. له دې ټولو ناوړه ګټنه وشوه او نسل په نسل یې خپل اعتبار له لاسه ورکړ. راهسکېدونکیو نسلونو ولیدل، چې له عقیدوي، دوددستوري او انساني ارزښتونو ناسمه ګټه پورته کیږي او هرڅوک یې د خپل اقتدار لپاره کاروي، تر دې نومونو لاندې جنایتونه وشول او دا باور عام شو، چې یاد معنوي ارزښتونه یوازې د زورورو په لاس کې وسایل دي، چې د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
 
۳ـ قوانین کمزوري شول،
هغوی چې تش په نامه مقدسه جګړه کړې وه، دا یې خپل حق او امتیاز ګاڼه، چې قانون مات کړي. جګړه مارو ځانونه تر قانون پورته ګڼل، خپلو جرمي کړنو ته یې هم د مقدسو کارونو په سترګه کتل، له همدې ځایه قانون د خلکو له نظره بې ارزښته شو او پایله یې دا شوه، چې موږ د یوې قانونمنده ټولنې خاوندان نه یو.
 
۴- څلورنیمې لسیزې جګړې موږ بې عاطفې کړو،
درې نسله راهسک شول؛ وینه، درد، زخم، مرګ او قساوت یې تجربه کړل. په ټولیز روان کې د عاطفې، زړه سوي او اخلاقي مسئولیت ځای د ګټې او مادي غلا جنون ونیوه او په دې توګه موږ بې عاطفې شو. د انساني عاطفې کړۍ مو له انسانیته راکوشنۍ شوه، تر ملته هم راکوشنۍ شوه، روسته تر قومه هم راکوشنۍ شوه، تر دې بریده چې اوس یوازې تر کورنۍ پورې راپاتې ده، که دا حالت دوام وکړي تر وګړي ( فرد) پورې هم راکوشنۍ کېدلای شي، دې پړاو ته د فردیت Individualism د عقدو او انزوا زمانه وايي. که خدای مه کړه دغه پړاو ته ورننوتلو بیا به نو د ګټې لپاره د کورنیو ښځینه غړې پلورو او زامن، وروڼه او پلرونه به وژنو...
زموږ روان کړکېچ ترسیاسي، اقتصادي ډېر اخلاقي دی. موږ د اخلاقي ـ عاطفي بحران په زمانه کې اوسو، چې بېشکه عوامل یا لاملونه یې سیاسي و اقتصادي دي.
حللارې :
بده خبره خو دا ده، چې موږ پرهمدې بسیاینه کړې، چې دا هرڅه د پردیو له لاسه وګڼو، بس اشغالګروته یو دوه ښکنځلې وکړو او له پردیو سره د مبارزې په نامه د خپلو خویندو میندو او ماشومانو پر مریو چړې راوکاږواو په بمونو یې والوځوو.
حللاره د خپلو خلکو په وړاندې تشدد و وحشت زیاتول نه دي.
حللاره ترستونزې پېژندنې روسته په درېیو برخو کې وړاندیزولای شو:
 
۱- اقتصادي هوساینه،
مادي محرومیت باید له منځه ولاړ شي. ټولنه باید رفاهي ډاډ ترلاسه کړي او خلک باورمن شي، چې له جنایت او جرم پرته هم له ولږې نه مري. افغانستان لوړ اقتصادي ظرفیت لري. حکومتونه پرېږدئ، چې کار و کړي، ایله په څو کلونو کې دا ډاډ رامنځته کولای شو. یوه لویه بداخلاقي دا هم ده، چې د ګټو او ځواک په جنون کې دومره بېسده یو، چې خپل حکومتونه کار ته نه پرېږدو.
دا چې څنګه او ولې خپل حکومتونه کار ته نه پرېږدو؟ یو بېل بحث دی، چې بل وخت یې په جزیاتو لیکم، ان شا‌‌ءالله .
 
۲ـ د عاطفې بېرته راژوندي کول،
میندې باید خپلو ماشومانو ته عاطفه ورولېږدوي. زړه سوی او انساني ارزښتونه د کورنۍ په لمن کې ژغورل کېدلای شي. د عاطفې، اخلاقو او انساني ارزښتونو روزنځای کور دی.
هنر، ادبیات او رسنۍ کړای شي، په دې برخه کې ونډه ولري.
 
۳ـ ولس باید قانون ماتوونکي له خپلو اوږو راوپرځوی. د دوی تقدس ته د پای ټکی کېږدي او هیڅوک تر قانون پورته ونه ګڼي. که ځینې خلک ځينې کسان تر قانونه پورته او مقدس ونه ګڼي، حکومتونه یې خامخا قانون منلو ته اړایستلای شي. د ځينو اشخاصو او سیاسي بنسټونو په وړاندې د حاکمیت لاسونه خلکو تړلي دي.
تر ټولو بده ټولنیزه ربړه دا ده، چې خلک د قومیت، ژبې، مذهب، سیمې یا بل څه لپاره د قانون او قانون ماتوونکي ترمنځ دیوال شي.