بېګدلي: له افغانستان سره اړیکې لا پراخوو

بېګدلي: له افغانستان سره اړیکې لا پراخوو


  • 1 مياشت دمخه (01/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 67

علي رضا بېګدلي چې تېره اونۍ په کابل کې د ايران سفارت د نوي سفیر په توګه وټاکل شو، د شنبې په ورځ افغانستان ته راغى.

بېګدلي په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګاونډیتوب د پالیسۍ پراخول یې له لومړیتوبونو څخه دي.

په ورته وخت کې بېګدلي وویل، هغه افغان کډوال چې ایران ته په قانوني توګه سفر کوي، د درناوي وړ دي. 

د هغه په وينا، غیر قانوني کډوالو ته سپارښتنه کوي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له قانوني لارو ايران ته ولاړ شي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.

ایراني رسنیو ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي څوکۍ لغوه شوې او دغه مسوولیت د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه اخیستی دی.