سږ کال په طبیعي پېښو کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي

سږ کال په طبیعي پېښو کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي


  • 1 کال دمخه (20/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 663

سمسور نیوز (۲۹کب۱۴۰۱) طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر وایي، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱۰۲ کسان مړه او ۲۱۵۹ نور ټپیان شوي دي.  

ملا محمد عباس اخوند په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، په ‌دې مهال کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ۹۸۰۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.  

د ده په خبره، په روان هجري لمریز کال کې په طبیعي پېښو کې شاوخوا ۸۰ زره څاروي له منځه تللي او همدا راز د سېلابونو راوتلو له کبله د ۱۴۷ زره ۷۴۷ جریبه ځمکې د ویجاړېدو تر څنګ څه باندې ۴۰۰ هټۍ هم نړېدلي دي. 

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، ځمکې او کورونه وېشلې دي.