لرغوني اریایان او داستاني ادبیات


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 1024

لکه دمخه مو چې وویل له تاریخ نه پخوا پېر یانې هغه مهال چې لیک او لوست نه وو دلومړنیو ټولنو ټولنیز ې پېښې او انګېرنې د کیسو په بڼه له یوه پښت نه بل پښت ته پاتې کېدې.
په ډېرو لرغونو توکو او اثارو کې په تصویري بڼه داسې اسطورې او سمبولونه انځور شوي چې هر تصویر او سمبول یې یوه کیسه لري او په ځانګړي ډول مذهبي انګېرنې یې د پام وړ دي.
کله چې فرانسویانو د مصر تصویري ژبه روانه کړه نو بیا د هغې تصویري ژبې له مخې د هغه مهال ستره معنوي پانګه او شتمنۍ هم رالوڅه کړه چې په نړۍ کې یې ساری لږ لیدل کیږي او یا هېڅ نه لیدل کیږي .
همدا ډول له لرغونو اریایانو نه راپاتې ځنې تصویرونه او توکي هم د هغه مهال ژبه ده چې په سمبولیکه بڼه کسې او روایتونه لري. د لویدیزې نړۍ لرغونپوهانو او په دې لړ کې فرانسوي او ایټآلوي لرغونپوهانو او لرغون پېژندونکو د شلمې پېړۍ په لومړنیو لسیزو کې زموږ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په حفریاتو او کندنو لاسپورې کړ. ډېرې داسې مجسمې او توکي ، انځورونه او تصویرونه په سموڅو او غارو کې تر لاسه شول چې د څارویو، انسانانو او په انسانانو کې د ښځو څېرې په کې کښل شوي دي .
کله چې څېړونکو او اتنوګرافسټانو په دې اړه سپړنې او څرګندونې وکړې . له کره کولو وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې په دغه مهال کې د مور واکي نظام واکمن وو ځکه چې له مجسمو نه را ولاړې شوې کیسې دا په ګوته کوي چې ښځو به څه ډول سینګارونه کول؟ خالونه به یې وهل ، وېښتان به یې تورول ، د څارویو پوټکي به یې توږل او رنګول ، د کور او پخلنځي توکي به یې جوړول. همدا ډول د جادوګرو طبیبانو انځورونه او د هغه مهال مذهبي انګېرنې هم چې وګړو به یې له مړینې وروسته د خپلو اتلانو مجسمو ته په درنه سترګه کتل د پام وړ دي چې د خپلو مشرانو د قبر په شناختو باندې به یې د بدن ځنې غړي موښل. د ښځو له خوا د خوبونو تعبیر او د پلکوریکو اولسي کیسو د ویلو دود هم د یادولو وړ دی . له دې سربېره په ویدي سرودونو کې داسې کیسې او افسانې هم شته چې د خپلو نیکونو او مشرانو ارواګانې به یې مرستې ته رابللې .
تر لاسه شو توکو کې داسې مجسمې هم تر سترګو شوي چې په دغه مهال کوم ژوي اهلي شوي دي. انځورونو کې ډاګیزه شوې چې ؛سپی؛ د یوه ګران کورني ژوي په څېر لومړي توب لري او د سپیانو د وفاداري په اړه ډېرې اولسي کیسې موږ ته را پاتې دي.
ورپسې اسپ او خر راځي چې اس په اریایي کیسو کې وړځای لري.
د دغه مهال کیسو او افسانو په لړ کې یوه کیسه هم د ګیومرڅ (ګیومرث)، ګومرد یا ؛ګوپت شاه؛ دی. کیسه داسې پیل کیږي چې ګنې نوموړی دا ریا ویجه په یوه ودانه سیمه کې مېشت وو. دی د پښو نه ترنیمایي تنې پورې غویې وزمه وو او له نیمه یي تنې نه پورته تر سره پورې د انسان په بڼه ښکارېده.
ویل کیږي چې نوموړی به تل د اوبو په غاړه ناست وو او د خپل څښتن نمانځنه به یې کوله.
په دې اړه یوه بله په زړه پورې کیسه هم له لرغوني اریایي پښت نه تر موږه را رسېدلې ده چې د کب نیونکي د کیسې په نوم یادیږي ویل کیږي چې یوه کب نیونکي به هره ورځ په سین کې جال اچوه چې ماهیان ونیسي. خوارکي به له سهار نه تر بېګا پورې دومره ماهیان نیول چې ایله بیله به یې ګوزاره پرې کېده.
یوه ورځ یوه نا اشنا سړي ورته وویل چې پلاني ځای ته به ځې هلته یو ډنډ دی ډېر ماهیان لري خو ته به یوازې یو جال اچوې او بس. ولې دا ماهیان به یوازې په پاچا پلورې . کب نیونکي همداسې وکړل. پاچا چې ماهیان ولیدل حیران شو ځکه چې دا ډول ماهیان یې کله هم نه وو لیدلي. اشپز ته یې سپارښتنه وکړه چې دا ماهیان پاخه کړي.
اشپز چې ماهیان په تبۍ واچول او اور یې ترې لاندې کړ. ماهیان سمدلاسه لکه انسانانو غوندې په خبرو شول، اشپز بې حاله پرېووت خو کله چې په سد راغی که ګوري چې ماهیان نشته. دی په منډه پاچا ته لاړ او ټوله کیسه یې ورته وکړه.
سبا چې کب نیونکي نور ماهیان راوړل پاچا پخپله وپتېله چې ماهیان پاخه کړي. کله چې نوموړي په پخلنځي کې د ماهیانو په پخولو پیل وکړ دی هم لکه داشپز غوندې بې هوښه او بې سده پرېووت . ولې کله چې په حال راغی که ګوري چې ماهیان الوتي دي. دریمه ورځ کب نیوونکي ټوله کیسه ورته تېره کړه.
پاچا په یوازې ځان هماغه ډنډ ته لاړ که ګوري چې ډېر ښایسته ډنډ دی ، شاوخوا یې ګلان او رنګارنګ بوټي شنه دي. د ډنډ کیڼ اوښي اړخ ته دوه ښکلې ماڼۍ ابادې دي. پاچا هره کوټه له پامه تېروله که ګوري چې په یوه کوټه کې یو سړی ناست دی چې له نرۍ ملا نه ښکته ډبره ده خو سر یې د انسان دی ترې وې پوښتل: دا ولې په دې ښکلې او ښایسته سیمه کې یوازې اوسېږې او هغه هم په دې بڼه چې نیمه تنه دې له ډبرې جوړه شوې ده؟ سړي ورته ټوله کیسه تېره کړه او بیا یې ورته وویل: که زما خبره منې پښې دې سپکې کړه او وتښته کنه ته به هم لکه د ډنډ ماهیانو غوندې له انساني ژوند نه بې برخې شې. خو د پاچا د ټینګار له کبله نوړی دې ته اړ شو چې ټوله کیسه ورته بیا تېره کړي ولې سپارښتنه یې وکړه چې تاسو په یوه ګوښه ځای کې پټ شۍ یوه ګړۍ وروسته زما مېرمن راځي. هماغه وو چې مېرمن یې راغله او خپل څښتن یې په شنو لښتو داسې ووهه چې بغارې یې ترې ووېستې او ښځه بېرته لاړه.
په سبا چې مېرمن یې بیا په وهلو پیل وکړ پاچا ور منډه کړه اود شا له خوا یې په څټ کې په چاړه ووهله او ښځه یې مړه کړه. بیا نو هغه سړي پاچا ته وویل چې له پلانۍ ونې نه به لښتې راپرې کړې او د ډنډ په اوبو کې به یې غوټه کړې لومړی یې په ما ووهه او بیا په دې شاوخوا بوټو ځکه چې یو مهال زه هم ستا په څېر پاچا وم. کله چې پاچا دا کار وکړ کاڼي ، بوټي او ماهیان ټول انسانان شول او د طلسم له بند نه هم ازاد شول.
همدا رنګه داور د پیدا کېدو په اړه هم ډېرې اولسي کیسې په بېلابېلو هېوادونو په تېره زموږ ګران هېواد افغانستان کې تېرې شوي دي.
په افغانستان کې ویل کیږي چې په اریايي پېر کې یوه شپانه رمه څروله کله چې یوه ډبره رمې پسې واره کړه هغه ډبره له یوې بلې ډبرې سره ولګېده هماغه وو چې د اور بڅرکي ترې والوتل نو ځکه له همغې نېټې څخه اور وموندل شو. ځنې وایي چې یوه تن له مار او اژدهار سره جګړه درلوده کله چې ډبره د هغه مخې ته ګزار کړه نو یوه لمبه یې له خولې راووته چې هر شي اور واخست.
وایي چې د استریلیا بومي اوسېدنکو له ډلې نه یوه سپین ږیري ښکلې لور درلوده چې پوندیل ؛pundil، نومېده هغې غوښتل چې ټول اژدهار او ماران ووژني خو پخوا تر دې چې ټول له مینځه یوسي د دې لکړه ماته شوه چې له دې څخه اور پیدا شو.
د فردوسي د شاهنامې له مخې ویل کیږي چې ؛هوشنګ؛ یو پیاوړی ځوان وو چې یوه لویه ډبره یې د اژدهار خواته واره کړه. اژدهار وتښتېد او ډبره چې له بلې ډبرې سره وموښتله نو د اور لمبه ترې راپورته شوه هغه دی چې اور کشف شو.
داسې بلا کیسې په لرغونو اریایانو او د نړۍ په بېلابېلو اولسونو کې شته په ځانګړي ډول د اور، اوبو،سپوږمۍ، لمر ، ستوري ، مارانو، بېلابېلو ژوو او د نورو شیانو په اړه چې انسانانو ته به یې ګټه رسېده او یا به انسانان ترې وېرېدل ډېرې اولسي کیسې موږ ته په دې اړه را پاتې دي. دبېلګې په توګه د بدخشان په ؛دره کور؛ کې د اوزې انځورونه تر لاسه شوي دي چې د څېړونکو په انګېرنه دا کیسه داسې ده چې د اوزې انځورونه دوی ته ځکه سپېڅلي وو چې دوی به یې له پیو، غوښو او پوټکو څخه ګټه اخېسته همدا لامل دی چې په تصویرونو کې د اوزې د لمانځنې نښې او نښانې تر سترګو کیږي.
که چېرې بېلا بېل تر لاسه شوي انځورونه لکه د کندهار په مونډي ګک ، د سیستان په نادلي؛ د سمنګانو په دادل درې ، زرسموڅې ، د بدخشان په کوادره ، د غزني له ناور، او بیا را وروسته له بغلان نه راواخله تر اډې او ګندهارا نورو سیمو پورې له پامه تېر کړو په هر تصویر او انځور کې د هغه مهال کلتوري دب دبه او ډېرې اولسي کیسې پټې دي چې موږ یې د ځینو بېلګو یادونه وکړه.