سمسور نیوز (۱۳لېندۍ۱۴۰۱) په تورخم کې د یو بار وړونکي د چپه کېدو پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییز مسؤلین وایي، تورخم ښارګوټي کې يو بار وړونکی موټر د چلوونکي له کنټروله تر وتلو وروسته، د سړک پر څنډه د ولاړو خلکو پر کتار ور برابر شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان دي.
خبر پاڼه کې همداشان راغلي، چې پېښه نن تر غرمې وروسته شااوخوا یوه نیمه بجه شوې ده.
ځینو سرچینو بیا د مړو شویو او ټپیانو شمېر تر دې هم لوړ ښودلی دی.