بلېنکن له باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې.

بلېنکن له باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې.


  • 3 کاله دمخه (15/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1347

سمسور (پنجشنبه د وري ۲۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله او بېلو مسائلو خبرې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لوریو د مشترکو ګټو، د سیمې د امنیت، پر افغان سوله او نورو دوه اړخیزو اړیکو بحثونه کړې دي.

په دې ټیلفوني خبرو کې قمر جاوېد باجوه له افغان سولې د ملاتړ او د دې پروسه د پرمختګ په موخه د خپلو هلو ځلو د دوام ډاډ ورکړی. 

د یادونې ده، چې امریکا د سیمې د امنیت برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او په دې باور دي، چې دواړه هېوادونه به د سیمې د ټنګښت لپاره هر اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي.