د بلخ - جوزجان پر لاره ترافيکي پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند بایللی

د بلخ - جوزجان پر لاره ترافيکي پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند بایللی


  • 1 کال دمخه (09/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 658

سمسور نیوز (۲۰سلواغه۱۴۰۱) د بلخ - جوزجان پر لويه لار د یوې ترافيکي پېښې له کبله څلورو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او درې نور ژوبل دي. 

د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ ولسوال کفايت الله متوکل ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په «ګورجيګک» سيمه کې شوې ده. 

د ده په خبره، دغه پېښه د یو سراچه او باروړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځ شوې ده. 

متوکل زیاته کړې، د دې پېښې ژوبل کسان د جوزجان د اقچې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښې دليل بې احتياطي او د ږلۍ ورښت ياد شوي دي.