عبدالله بیا یوازې پاتې شو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرملوال
  • 1424

کله چې دسولې دمشورتي جرګې په اړه ځینو بهرنیو کړیو شکونه څرګند کړل او ددغې جرګې جوړیدل یې خپلو ګټو ته ګواښ وباله،فکر یې وکړ چې که دغه رښتیا لویه جرګه وي لکه څنګه چې یې وعده ورکړل شوې .ممکن افغانان ملي پریکړې وکړي او دلته دځینو بهرنیو کړیو ګټو ته زیانونه ورسیږي.
په همدې وخت کې ښاغلی عبدالله عبدالله هم امریکا ته ولاړ هلته یې ډیرې دروازې وټکولې خو کوم دتمې ور یې په مخ خلاص نه شواو نه هم کوم چا ارزښت ورکړ.نو دلته په کور دننه یې دځان مطرح کولو او دځینو بهرنیو کړیو دخوشحالولو لپاره بله پریکړه وکړه. ده ژر اول دخپلې ډلې نوم بدل کړ پخپله ډله یې داځل دبدلون او امید ټلواله نوم کیښود او ورسره جوخت یې وویل چې دوی دسولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي .سره له دې چې چا دا دومره مهمه خبره ونه بلله او ددولت ویاند هم په هغه ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې  وویل چې دومره مهم نه دي ځکه ټول پوهیدل چې دا کوم ایتلاف نه دی هسې څو تنه سره راغونډ شي هر نوم یې چې په دماغ ښه ولګیږي ځان ته یې ټاکي .دوی له دغې جرګې سره خپلې مقاطعې ته ډیر اهمیت ورکړ،سره له دې چې خلک ددغې جرګې پریکړو ته چندان هیله من نه دي خو ددغو کسانو دا ډول ګټه اخیستنه هم دچا خوښه نه شوه .دوی ممکن فکر کړی وي که دوی نه وي هیڅ کار به سرته ونه رسیږي. خو ددوی دنوم خلاف ددوی دا نامیدي له دوی سره نه لګیږي.
په هر صورت دوی فکر کاوو چې ټول به ددوی شاته ودریږي خو اوس معلومه شوه چې ددوی مشر برهان الدین رباني په دغه جرګه کې ګډون کوي.په جرګه کې دنوموړي ګډون یوځل بیا ثابته کړه چې یوه کوچنۍ ژمنه دغه( بزرګ) ایتلافونه څومره ژر ویجاړولی شي. ویل کیږي ښاغلي رباني ته وعده ورکړل شوې چې ددغې جرګې مشري به ده ته سپاري او لکه یو وخت چې عبدالله رباني یوازې پرې ایښی و او دځان مطرح کولو لپاره دامن دجرګې ریس شو.اوس استاد رباني هم هماغسې کوي غواړي دهمدغې جرګې دریاست له لارې ځان بیا مطرح کړي.سره له دې چې ویل کیږي ددغې جرګې ریاست به انتخابي وي او ګومان نه کوم چې دحکومت ،رباني او نورو قومپالو کړیو دغه هیله ترسره شي خو بیا هم دغه ژمنه سبب شوه چې عبدالله لکه دولسمشرۍ په ټاکنو چې دټلوالې نورو غړو یوازې پریښود بیا یوازې پاتې شي.البته دا هم ویل کیږي چې ښاغلي برهان الدین رباني ته دا وعده هم ورکړل شوې چې زوی به یې په راتلونکې کابینه کې وزیرشي.سره له دې چې دغه ژمنه هم دهوسۍ په ښکر کې معلومیږي او دا لا معلومه نه ده چې ولسي جرګه به بیا ازمایل شویو ته داعتماد رایه ورکړي که یه ،خو استاد رباني ته دا هم مهمه ده چې یوځل بیا مطرح شي .دی او دټلوالې نور غړي هڅه کوي دملي شخصیتونو په توګه ځان مطرح کړي او عبدالله له عبدالله سره یو ځل بیا یوازې پریږدي.