چین: امریکا په جنوبي سمندر کې فلېپېن شخړو ته تحریکوي

چین: امریکا په جنوبي سمندر کې فلېپېن شخړو ته تحریکوي


  • 2 مياشتي دمخه (12/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 57

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې امریکا د چین په جنوبي سمندر کې له سولې وېره لري. 

 

لین جیان زیاته کړې، چې امریکا د چین په جنوبي سمندر کې سوله او ثبات نه غواړي او په خبره یې له دغه بد نیت یې ټول خبر دي. 

 

دا څرګندونې نوموړي  په جنوبي سمندر کې له فېلېپين د امریکا ملاتړ ته د چین د ځواب په اړه کړې دي.

 

جیان زیاته کړې چې امریکا تل د خپلو جیوپولېټېکي ګټو لپاره فېلېپين د چین په جنوبي سمندر کې شخړو ته تحریکوي.