ولسمشر غني د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي سره لیدلي دي.

ولسمشر غني د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي سره لیدلي دي.


  • 3 کاله دمخه (01/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1093

ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي سره په ناسته کې، د دغه وزارت د کړنو او فعالیتونو له راپور واورېد. 

نوموړي د دغه وزرات له راپور اورېدو وروسته وویل، همغږي، انسجام، په ولایتونو کې د قومي شوراګانو او د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ملي یووالي تحکیم له مهمو مسایلو څخه دي، چې باید پاملرنه ورته وشي.

ولسمشر د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي ته لارښوونه وکړه، چې د دغه وزارت اړوندو ښوونځیو زده کوونکو د بدل اعاشې زیاتوالي او دوی ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.