قزاقستان: د افغانستان تر څنګ ولاړ یو.

قزاقستان: د افغانستان تر څنګ ولاړ یو.


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1425

د ملي امنیت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب چې پرون د یوه جیګپوړي حکومتي پلاوي په ملتیا د قزاقستان پلازمېنې نور سطان ته تللی دی، د خپلو کتنو په پر دوام یې د دې هېواد د ملي امنیت کمېټې له رئیس کریم ماسیموف سره کتلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په یو لړ مهمو مسائلو خبرې اترې کړې دي.

د ملي امنیت شورا د خبر پاڼې په حواله، محب په دې کتنه کې وویل:   چې دغه دوه هېوادونه د امنیتي همکاریو لپاره یو پیاوړی بستر جوړوي.

په ورته وخت کې ښاغلي ماسیموف هم یادونه کړې، چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

دغه راز دواړو لوریو په نظامي برخه کې د همکاریو، له دې ډلې د دفاعي تجهیزاتو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

محب تر دې وړاندې قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک‌بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر د مالوماتو له‌مخې، دغه راز د دغو دوو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامي ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوې ده.

د یادې شورا له‌لوري په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري هم شامل دي.

د ویلو ده، چې ‏محب تېره ورځ د یوه جګپوړي حکومتي پلاوي په ملتیا قزاقستان ته ولاړه.

د مالوماتو پر اساس، چې نوموړی به په دغه دوه ورځني سفر کې د قزاقستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره پر ګډو ګټو خبرې اترې وکړي.