له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۲ کال تر پایه وغځول شو

له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۲ کال تر پایه وغځول شو


  • 3 کاله دمخه (31/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1169

سمسور پریس (جمعه د مرغومي۱۰) برېښنا شرکت اعلان کړی، چې له ازبکستانه د برېښنا د لېږد بهیر یې د یوه راتلونکي کال لپاره غځولی دی.

د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، راغلي دغه تړون د دې شرکت د عمومي اجرايي رییس محمد امین او د ازبکستان د برېښنا د ملي شرکت د رییس داداجان ایساکولوف ترمنځ په دغه هېواد کې لاسلیک شوی دی. 

ددې تړون له مخې، چې د دواړو لوریو ترمنځ له درې ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوه، ازبکستان د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغانستان ته برېښنا ورکوي.

په دغه تړون کې د برېښنا کچه په یوه کال کې د کابو سل میلیون ډالرو په بیه دوه میلیارد کیلوواټ ساعته برېښنا یاده شوې ده.

سربېره پر دې، د برېښنا شرکت پلاوي دغه هېواد ته په سفر کې د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا پروژې په هکله چې تېر کال لاسلیک شوې وه، هم خبرې اترې کړې دي.

دا تړون په داسې حال کې د سل میلیون ډالرو په ارزښت د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شوی چې له تاجکستان، ازبکستان او ایرانه د برېښنا له واردولو سره سره تراوسه د هېواد د پلازمیني د برېښنا ستونزه نه ده اواره شوې.