لوګر د رنګارنګ فدایانو ځاله


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ميرويس مايار
  • 1253

ښار یې وړوکی، خو ورنه را چارپېر ستر لېوان پړانګان دي. جغرافیه یې کوچنۍ خو د پلازمېنې کولمې ورکې خښې دي. په تېرو ۱۵ کلونو کې دا کولمې ډېرې خوږېدلې دي، خو تل یې په بازاري امپرازولو او پیناډولو د موقتي درملنې توصیه شوې. خروار ولسوالي یې کلونه کلونه طالبانو ته په عشر کې پرېښودل شوې او د ازرې د سلګۍ غږ یې په کابل کې نه اورېدل کېږي.

والیان او چارواکي یې ښاماران شي او تر ټولو لومړی خپل ولس تر ستوني تېر کړي. د ملي او ولایتي شورا ډېرو استازيو یې له موسسې د سل جوړه بوټونو او څو کارټنه درملو په بډې وهلو ته هم پیاز په ګنډه کې وهلي وي. د ولس لویه برخه یې له مخ‌پټو طالبانو سره په راشه درشه اخته ده او په پسرلي او اوړي کې شړومبې او قورمې او په مني اوژمي کې پر چڼو مڼو پلاوونه او د لاندي غوښې خوري.
لوی خاموش لوګری ولس د کابل په ستونې کې د څو خېټورو له لاسه د ارامي او سوکالي تږي او د طالبي ماینونو چریکان شوي دي. په ښوونځیو کې یې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کونکي د توپانچې او ماین جوړونې درسونه یادوي او ښوونکي یې د طالبي ګواښ له وېرې تر شپږم ور پورته هیڅ زده‌کونکی نه ناکامولای او نه ناسوبولای شي.
زده‌کونکي په خپلو مبایلونو کې د ښوونځي درسي ساعتونه د طالبي ټک ټوک په فلمي کلیپ لیدلو تېروي او په نره یې له ۱۲ ټولګي د فارغېدو ټول ملحقات په کابل کې د پوهنې وزارت ته لېږل کېږي. د ښوونځي وضیعت یې تر دې سل وارې خراب دی چې دلته یې د لیکلو وړتیا په ځان کې نه وینم.
د کلینیکونو د دروازو واک یې هسې هم د طالبانو په لاس کې دی او له ملګرو ملتونو، افغان حکومت او نورو نړیوالو موسسو معاش اخیستونکي ډاکټران یې د عام ولس پرتله ډېر درمل طالبانو ته ډالۍ کوي او د ښو اړیکو دپاللو او ښه خدمت په موخه ټوله شپه او د ورځې لویه برخه د طالب ټپیانو او ناروغانو په درملنه بوخت وي. د لوګر ډېر کلیوالي ډاکټران د طالبانو چریکان دي او د زړه له تله د هغوی د ټوپک شپېلۍ ته دوعاوې کوي. 
باغوانان یې د زړه له اخلاصه له طالب سره په لوګر کې د خپل بچي او مېرمنې خواري شریکوي او په ایمان عشر ورکوي. په هر کلي کې ورته وسله په لاس چړي ګوته په غاښ ولس ته خپل ملګري ټاکلي او له ډار پرته له خلکو عشر ټولوي.
تېر کال پکې په ځینو کلیو او بانډو کې دا پرېکړه هم شوې چې کابل ته له لوګره د کډه شویو خلکو باغونه او ځمکې د طالب امارت ملکیت بلل کېږي او د نور محمد تره‌کي د اراضي د اصلاحاتو د پروګرام په څېر به ترې دا ځل اسلامي او جهادي ګټه هغه کلیوال پورته کوي چې د طالبانو کولمې غوړوي او د شپې د بخت له‌پاره پېرې کوي.
د محمد اغې په زرغون ښار کې دا چاره تېر کال پلې شوې او د برګ او کنډاو په نومونو کلي یې شاهدان دي.
د ملي شورا د را منځ ته کېدو له برکته لوګر هم د نورو ولایتونو په څېریو دوه مافیايي وکیلانو موندل چې له والي سره په ښوروا کې ځان لومړی لاس شریکان ګڼي او د هر ورغلي والي او چارواکي له‌پاره یې خطونه راکش کړي دي. د پل‌علم او څو نورو کوچنیو ښارګوټيو ټولې سوداګریزې ځمکې یې په خپلو کې سره تار و مار کړې او نوی خط‌کش یې هم د والي او ښاروال پر مېز ایښي دي.
تر لس کاله زیات د حسین‌خېل په نوم یوه نیم لوستي جهادي سرګروپ د ښاروالي د خط‌کش له برکته په پل‌علم ښار کې په لسګونو دنګې ودانۍ او قصرونه ودرول او د ښاروال هوټل او د ښاروال کور د دغه پراخېدونکي ښار څو مهمې سیمې بلل کېږي. په ولسي جرګه کې د لوګر یو وکیل چې قومي پنډه‌کی یې په ځان پورې تړلی اوس د هغه ولایت هر کاره سرکار دی او په هره کوچنۍ مقرري کې د ده خوښه حتمي ده. ځینو ته دغو کاغذي پړانګانو ځان دومره ستر کړی چې د لوګر جغرافیې ته د په ور دننه کېدو سره به دې په هغه بې‌مانا لوی تصویر سترګې له شرمه کښته شي چې له ولسمشر سره داسې کښل شوی تصویر په یوه لویه سړک‌سر دروازه ځړول شوی چې دی پکې ببوو او ولسمشر کوچنۍ بېوزله ماشوم برېښي. اوس له الله پاکه را کښته پر ځمکه د دې پړانګانو واک چلېږي او هر ښه کار خپل او ناسم د طالب ګڼي، خو یو له بله سیمې ته خطرناک ثابت شوي دي. د ځمکو له وېشه ور هاخوا په سیمه کې په هره پلې کېدونکې پروژه کې باید د دوی ونډه جلا وي، که نه پکتیا ته د برېښنا د دې سترو ستنو پروژه هم د ټلیفوني ډانګو په څېر د ویجاړېدو له ښکاره په کراره نه‌شي درېدای.
د غني په دې بېوزله کور کې اوس د ډېرو کولمې له لوږې تاوېږي را تاوېږي او د یوه داسې ډاکټر په لټه کې یې پلازمېنې ته سترګې رډې نیولې چې له لابراټواري معایناتو پرته یې تشخیص شوې ناروغي ته درمل برابر کړي، که نه د حامدکرزي کور کندهاره خدای دې مل، لوګر دې بل شه. که د کابل په دغه سویلي دړه د فدایانو دا ډول مرکزونه او د پنجابیانو مېلمستونونه داسې فعال وي پسرلی دې ځنډنی او ولس دې مېړنی شي.
سرخط ورځپاڼه