ژاو شېنګ: په هره سخته کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

ژاو شېنګ: په هره سخته کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو


  • 10 مياشتي دمخه (31/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 338

کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ ویلي، چې چین او افغانسان دوه ملګري هېوادونه دي او چینايي وګړي په هر ډول حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې چین به له راستنو شویو افغان کډوالو سره سل میلیونه یان مرسته وکړي.

 د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له یادو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو مرستو  تخنیکي چارې به د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو او د چین سفارت د یو ګډې کمېټې له لوري مخ ته وړل کېږي.

د یادونې ده چې چین تر دې وړاندې هم له راستنو شویو افغان کډوالو سره مرستې کړې وې.