هېواد کې خونړۍ زلزله؛ شهباز شریف او ملا حسن اخوند ټیلیفوني اړیکه نیولې

هېواد کې خونړۍ زلزله؛ شهباز شریف او ملا حسن اخوند ټیلیفوني اړیکه نیولې


  • 2 کاله دمخه (24/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 755

سمسور (۳چنګاښ۱۴۰۱) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سرپرست حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. 

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان تېره شپه ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه ټیلیفوني مکالمه کې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ ځپلیو خلکو په اړه بحث شوی دی.   

ښاغلي شریف د پکتيکا او خوست په وروستۍ زلزلې خپله خواخوږي ښوولې ده. 

شهباز شریف ټینګار کړی، چې پاکستان په دې سخت شېبو کې له خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ دی او همدارنګه زیاتوي، چې زلزله ځپلیو سره د بېړنیو درملو او نورو مرستو ته چمتو دی.  

نوموړي ویلي، چې د غلام خان او انګور اډه پولې یې د پاکستان روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد لپاره پرانیستې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د وروستۍ زلزلې له امله زیامن شویو کورنیو سره د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو د مرستو ټټر وهلی دی.