سمسور نیوز (۲۰وری۱۴۰۲) په خیبر پښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پوځ موټر د خیبر درې له «ملاکنډ خېل» سیمې څخه تېرېده، چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.
د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې ډلې ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی.
ټي ټي پي داسې مهال دغه برید کوي، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا په دې هېواد کې د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو د پیل پرېکړه کړې ده.