په پښتو متن کې کله ناکله داسې جملې راشي، چې هم یې ضرورت د لیکلو وي او هم جملې او پراګراف بې خونده کوي، نو څه کول پکار دي؟
لومړی دوې بېلګې لیکم:
دا لاره – چې ته پرې روان یې – زما د معشوقې کور ته تللې ده.
د انګلیستان «برمنګم» ښار – چې همېشه پکې باران ورېږي – خورا ښکلې منظرې لري.
پورته دوې خورا کوچنۍ بېلګې دي، ممکن ځینې کسان له دا ډول جملو سره ډېر مخ شوي وي، خو کله چې یې لیکلې وي، نو جمله به بېخونده ورته ښکاري، نا روانه او بېخونده به ځکه وي، چې دا «منځپېښه» به یې د دې جملې په اړونده لیکنښه نه وي بېله کړي.
تاسو کتابونه وګورئ، ډېر ستر لیکوال دا جمله په کامه (،) یا په لیندۍ () بېلوي، ځکه یې له جملو او پراګرافونو خوند نه اخیستل کېږي. خو که چېرته معترضه په دش (–) بېله شي، نو د هر ډول جملې د ۹۵ سلنه روانوالي ضمانت کېدای شي.
دلایل:
۱ – معترضه جمله په کامه (،) ولې نه بېلېږي؟
په ځواب کې یې دوه دلیلونه شته:
لومړی، کامه یوازې د لنډې دمې نښه ده، مثلاً، نومونه، صفتونه، ځینې لنډ سرلیکونه او… خو منځپېښه ډېر ځله بشپړه مانا ورکوي.
دویم، ځینې وخت په جمله کې د کامې (،) استعمال دومره زیات شي، چې که معترضه هم پرې جلا شي، نو په اصلي جمله کې همدا اضافي جمله نشي مشخص کېدای، چې په پای کې متن ورسره بېخونده شي.
خلاصه، هغوی که غواړي چې خپل پراګرافونه منطقي او روان پایته ورسوي، نو په جملو کې دې د معترضې له زیات استعماله ځان وساتي، خو که بیا یې هم اضافي جمله په اصلي جمله کې نشوای ګنډلی، مانا پیل او پای ته یې نشوای وهلی، نو بیا دې دا منځپېښه د لیندیو، کامو او یا نورو لیکنښو پرځای یوازې په دش (–) بېله کړي.