موقت اوربند د افغانانو په درد نه شي دوا کېدلی؛ دایمي اوربند باندې فکر وکړئ
شهرزاد اکبر د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې په یوې نوې مرکه کې ویلي، سره له دې چې د جګړې دواړه لوري د سولې په اړه خبرې کوي؛ خو ترڅنګ یې خونړۍ جګړې روانې کړي دي او لا هم د جګړو لپاره په تیاریو بوخت دي. نوموړې زیاته کړې چې د موقت اوربند د رامنځته کېدو ګنګوسې دي او د امریکا لخوا به رامنځته کېږي. اکبر ویلي چې موقت اوربند د افغانانو په درد نه شي دوا کېدلی، بلکې په دایمي اوربند دې فکر وشي تر څو نور افغانان د اور به لمبو کې ونه سوځي. دې ویلي چې د جګړې زیان عامو افغانانو ته اوړي؛ نو اړتیا دا ده چې جګړه ختمه شي او د سولې خبرې چټکې شي.