راشد خان د وروستۍ لسیزې د شل اوریزه کرکټ غوره لوبډلې کې د اخیستو له کبله له خپلو هیوادوالو مننه کړې.

راشد خان د وروستۍ لسیزې د شل اوریزه کرکټ غوره لوبډلې کې د اخیستو له کبله له خپلو هیوادوالو مننه کړې.


  • 3 کاله دمخه (27/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1440

 

 

راشد خان له هیوادوالو مننه کړې،نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي((ستاسو د دوعاو او تشویق له برکته زه د افغانستان په نمایندګۍ د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه افتخار کوم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې آینده کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دوعاو او ملاتړ څخه))

راشد نن د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وروستۍ لسیزې د شل اوریزه کرکټ غوره لوبډلې کې اخیستل شوی دی.