لیکوال: محمد اعظم سیستاني
ژباړن: دکتور ببرک میاخېل
د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په جنورۍ کې ډاکټر برایډن د ۱۶۰۰۰ انګریزي پوځ په منځ کې ژوندی جلال آباد ته ورسید د پوځ د تباهۍ خبر هم په جلال اباد کې ددوی په پوځي قشله کې جنرال سېل ترلاسه کړ .
مخکې له دې چې سردار اکبر خان جلال اباد ته لاړ شي، لغمان ته لاړ او د انګریزانو بندیان چې په کې د جنرال سیل، مېرمن د مکناټن مېرمن او اوه تنه انګریز افسران، نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو او شمېر یې «۴۴ »تنو رسیده د لغمان د بدیع اباد کلا ته (چې د محمد شاه خان استوګنځی ؤ ) ولېږدول او هلته یې ځای پر ځای کړل .
دغه بندیان څلور میاشتې په دې کلا کې وو او د محمد شاه خان له خوا ورته خوراک څښاک برابرېده . «مکریګر » د جلال آباد د کلا له داخل نه محمد شاه خان ته یو لیک ولیکه چې په کې ویل شوي وو چې که انګریزي بندیان خوشې کړي نو دوه سوه زره روپۍ به ورته ورکړل شي، محمد شاه خان یې په ځواب کې ولیکل : "ستا لیک مې خوښ شو، خو ملګريه ! ته باید پوه شې چې خیانت نه زموږ په دین کې شته او نه ستاسو په دین کې." ."[۱] لغمان ته د سردار اکبرخان ورتګ د ختیځو ولایتونو په خلکو کې د انګرېزانو پر وړاندې احساسات راوپارول او د سپین غر او تورغر له درو څخه د بېلابېلو پښتنو قبېلو مشران د سردار مجاهد او غازي په شاوخوا کې له خپلو خپلوانو او ملاتړو سره راټول شول.
د جنورۍ په ۱۸ مه سردار اکبر خان د جنرال سیل په مشرۍ د دښمن له ځواکونو څخه د جلال اباد د نیولو د بشپړې تصفیې په موخه له ۵۰۰۰ سپرو او ۱۰۰۰۰ پلو سر تېرو سره له لغمان څخه د جلال اباد پر لور روان شو. کوم معلومات چې په دې وخت کې د سردار اکبرخان کمپ ته رسېدلي وو، په پېښور کې د دښمن مرستندویه ځواکونه د جلال اباد پر لور د تګ لپاره چمتو وو . سردار اکبر خان مخکې له دې چې کوم بل اقدام وکړي، د خیبر د درې بندولو ته یې پام وکړ او له همدې امله یې د توره باز خان مومند چې د انګریزانو په خدمت کې و، غوږونه تاو کړل . سعادت خان مومند چې په هر لحاظ د ملي مشرانو د باور وړ ؤ هغه یې سیمې ته ولېږه سعادت خان په دې وتوانېد چې د خيبر په دره کې انګرېزانو او پلويانو ته یې سخت ځواب ورکړي. [۲) یو ځل بیا سردار اکبر خان ته خبر راغی چې دښمن په پېښور کې د پوځ په سمبالولو بوخت دی، نو سمدستي یې سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجي له درې زره کسیز لښکر سره د خیبر درې د پیاوړي کولو لپاره ولېږل. وروسته سردار محمد اکبر خان د یوه انګریزي بندي په واسطه جنرال سل ته پیغام واستاوه چې که ښار تخلیه او دښمن تسلیم شي هغه د خيبر درې بلې غاړې ته د برتانوي پوځ د ژوندي رسولو ضمانت ورکوي خو جنرال سېل چې په کابل کې د خپل پوځ د ویجاړیدو صحنه په خپلو سترګو لیدلې وه د داسې کار کولو جرأت نه کولو . د مارچ په میاشت کې جنرال سیل یوه دسیسه جوړه کړه او د سردار اکبرخان ساتونکي پاینده محمد ته یې د سردار د وژلو لپاره د سل زرو روپیو وعده ورکړه. پاینده محمد یوه ورځ پر سردار اکبر خان هغه مهال له شا څخه ډزې وکړې کله چې هغه په خپل پر اس سپرېدو مرمۍ د سردار پر لاس ولګېده، خو له نېکه مرغه هغه له مرګه بچ شو . بریدګر ونیول شو او اعتراف یې وکړ چې د انګریزانو له خوا دوکه شوی دی . سردار اکبر خان په خپله مېړانه سره هغه ته بخښنه وکړه، مګر سردار سلطان احمد خان د نورو غدارانو لپاره د عبرت لپاره هغه په سر په توره وواهه . ( ۳) انګریزانو تبلیغ کولو چې دا کارشاه شجاع کړی دی، په داسې حال کې چې شاه شجاع د کابل په بالاحصار کې له خپل بې وسه ژوند څخه دفاع کوله. د اپریل په پنځمه جنرال پالک له خپلو لسو زرو پوځیانو سره د خیبر درې دفاع کوونکو ته ماتې ورکړه او د جلال آباد پر لوریې حرکت وکړ. د اپرېل په اوومه نېټه د لمر له ختو مخکې، محاصره شوي برتانوي ځواکونه د کابل له دروازې او پېښور دروازې څخه په ډېر سرعت سره راووتل او په داسې حال کې چې ډېری غازيان په خوب ويده وو، د غازيانو کمپ يې د توپونو لاندې ونیوه . سردار اکبر خان په ټپي بدن سره مقابلې ته راووت خو د دښمن د ماتولو هڅه يې ناکامه شوه، د مجاهدينو په کمپ کې ماتې ګډه شوه او انګرېزانو دغه مېشت غالی ونیوه. ( ۴)
د وزیر اکبر خان په تړاو د انګلیس بندي خاطرې:
«بریدمن ایر » یو انګلیس افسر ؤ چې د ۱۸۴۲ په جنورۍ کۍ د کابل - جلال اباد د لویې په اوږدو کې ټپي شو او د هغو بندیانو په ډله کې راغی چې د وزیر اکبر خان تر سیوري لاندې وو ، هغه ۱۸۴۲ د نومبر له دویمې نه د ۱۸۴۲ تر ۲۲ سیپټبر پورې ورځنۍ پېښې یاداښت کړي چې پر هماغه کال په لندن کې چاپ شوي دي .
دا خاطرې په ۲۰۰۷ کال ښاغلي محمد نسیم سلیمي پښتو ته « په افغانستان کې د یو بندي خاطرات » تر نامه لاندې ژباړلي دي یو ه نسخه یې ماته را لېږلې ده .
له ښاغلي سلیمي مننه ، زه یې ځینې مهمې برخې له خپلو هېواد
الو سره شریکول غواړم . ۱۷ جنوري ۱۸۴۲ : وزیر اکبر خان پرېکړه کړې وه چې ما د څو ورځو لپاره په تورغر کې وساتي ، مګر داچې خلکو له ما نه ډېره کرکه لرله هغه مجبور شو
چې ما له هغه ځایه لرې کړي ، نو پر همدې بنسټ ما د ۱۲ وسله والو په بدرګه د ورځې یوولس بجې حرکت وکړ . موږ د شمال ختیز ، په یوه دره کې تلو ، په لاره کې له څو کلیو نه تېر شو ، سبا دوه بجې د بدیع ابادې کلاته ور سیدو چې اته مېله لرې وه او دمحمد شا خان غلځایي ځای ؤ ، چې موږ ته یې ځانګړی کړی ؤ . دا استوګنځی د ټولو هغو ځایونو څخه ښه و چې موږ تر اوسه لیدلي وو. دې کلا څلور خواوې درلودې، هر اړخ یې شاوخوا 80 متره اوږد و، دیوالونه یې پنځه ویشت فوټه لوړ وو او په هر کونج کې یې یو برج جوړ شوی و. د دې کلا شاوخوا د دفاع لپاره ژوره خندق کیندل شوی ؤ . د کلا لویه دروازه سهېل ته خلاصه وه او کوچنۍ دروازه یې شمال ختیځ ته، دا دروازې د څار برج لخوا څارل کېدې . د کلا په منځ کې د استوګنې لپاره یوه لویه څلور اړخیزه ودانۍ جوړه شوې وه چې شاوخوا یې لوړ دیوالونه وو او په هر اړخ کې یې درې کوټې جوړې شوې وې چې له زمکې څخه شاوخوا اته فوټه لوړ ې وې . د لوی کور په بهرنۍ برخه کې د لرګیو یو پنجره جوړه وه چې په پنځو برخو ویشل شوې وه او هرې برخې یې په زړه پورې نقشه درلوده چې ښکته پورته کېدای شوه . دلته ټولې ښې ماڼۍ او لوی کورونه په همدې ډول جوړ شوي وو چې د اوړي د تېرولو لپاره ډېر هوسا وو خو په ژمي کې یې د یخنۍ مخه نه شوه نیولای.
په کلا کې د اوبو کومه زخیره نه وه ، د کلا په سهیل لویځ کې ، د نیم کلومتر په فاصله وړوکې ویاله بهیده او د کلا له دیوال نه د سل مترو په فاصله کې وړوکی لښتی ؤ .
په زړه پورې دا وه چې ددې هیواد په حاصلخیزو درو کې د زمکې لاندې اوبه زیاتې دي ، مګر کلاګانې ډېرې کمې د اوبو څاګانې لري .
د جنوري پر اتلسمه ، اکبر خان او سلطان جان ، د جلال اباد د کار د پای ته رسیدو په منظور « د انګلیسانو نه پاکوالی یې » هغه ښار ته لاړل او په خپل بریالیتوب باوري وو .
سردار اکبر خان خبر شوی ؤ چې موږ د لګښتونو لپاره پیسې نلرو ، د جنورۍ پر ۲۴ مه یې «۱۰۰۰ » روپۍ ماته را ولېږلې . د فبرورۍ په ۱۹ مه شدیده زلزله وشوه ، چې د بدیع ابادې کلا یې د کښتۍ په څېر وخوځوله ، ځینې دیوالونه او هغه خونه چې لیډي سیل په کې اوسیده ونړیده .«دیوه بندی خاطرات،ص۱۸۵-۱۹۰» ایر وایي د اپرېل پر ۱۱مه سردار اکبر خان، سلطان احمد خان او محمد شا خان بابکرخېل ، له انګلیسي بندیانو سره یو ځای ددرې سوو سپرو په بدرګه له لغمان نه کابل ته روان شول . بريډمن "اير" ليکي: "موږ د اپريل تر يوولسمې نېټې پورې د بديع اباد په کلا کې بنديان وو، د همدې ورځې د ماسپښين دوه بجې مو بيا سفر پيل کړ، د يوه لوړ دېوال څنګ ته هغه غاړه سردار اکبر خان ناست و. موږ د شېلې په خوا کې تېر شو، هغه ناروغ ښکاریده، کله چې موږ ورته سلام وکړ، هغه په خلاص تندي زموږ سلام ته ځواب را کړ . د «ایر » په وینا، د مارچ په ۱۳مه پر سردار د خپل نوکر له خوا ډزې وشوې، چې ښي لاس یې ټپي شو دغه کس [قاتل] ته شاه شجاع یو لک روپۍ رشوت ورکړی و. (انګریزانو دا اوازه خپره کړه چې سردار اکبر خان به د دې دسیسې په خاطر انګرېزي بندیان اعدام کړي مګر له کس نه له افغاني دودسر پرې شو . [۵] برید من ایرډ په بل ځای کې لیکي: «سردار محمد اکبر خان او د هغه د تره زوی سلطان احمد خان چې نږدې دوستان یې سلطانجان بولي، له موږ سره د لغمان د بدیع اباد کلا ته راغی چې موږ ته د امکان تر حده اسانتیاوې برابرې کړي. سلطان جان ډیر ښه او ساده سړی ؤ . سلطانجان او سردار اکبر خان دواړه پیاوړي او مهربانه خلک وو خو دوهم کس (سردار اکبر خان) په خپل چلند کې ډېر شریف سړی و او هېڅکله یې انګرېزانو ته سپکاوی نه دی کړی تل یې د دوی نومونه په درناوي یادول.» ایر لیکي: « نن سهار د اپرېل په ۲۱ مه سردار اکبر خان یوه جرګه جوړه کړه چې په کې مېجر پوټینجر هم موجود وو. په هغه مجلس کې سردار په غوسه شو او ویې ویل: زما هیوادوالو زه پریښودم او له ما سره یې خیانت وکړ. که څه هم ما تر اوسه پورې د مختار وزیر په وژلو او د انګرېزانو د پوځ په ړنګولو کې د کابل د مشرانو په خوښه کارکړی دی، خو هغوی بیا هم زما ملاتړ نه کوي. هغه قسم وکړ چې کله واک ته ورسېږي نو له دوی سره به داسې کار وکړي چې نور به ترې عبرت واخلي . «۷» بريډمن ایر زياتوي چې د اپريل په ۲۵ مه له لوديانا څخه يو قاصد وزير اکبر خان ته يو ليک راوړ. کله چې لیک ولوستل شو، په کې لیکل شوي وو چې "لس ورځې کیږي چې د اکبر خان کورنۍ په هند کې خوراک څښاک نه دی کړی .«دا پیغام له حقیقته خالي نه ؤ ځکه کله چې انګریزانو د اکبرخان په لاس د خپلو شپاړسو زرو کسانو له منځه تللو خبر واورېده نو د لویې برتانوي امپراتورۍ عزت او وقار یې له منځه لاړ نو هر څه یې کول په لوږه د وزیر اکبر خان د کورنۍ د وژلو په ګډون هر کار کول چې د امپراتورۍ وقار بیرته راوګرځي .» د دې خبر له اورېدو وروسته موږ ټولو وویل چې دا جعلي لیک دی. سردار په غوسه وویل: که زما کورنۍ له منځه لاړه شي او که نه، زه به له خپلې پرېکړې څخه شا ته نه شم. بیا لکه هیڅ شی چې نه وي هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ماته یې وویل: د جنرال سیل د توپونو د ډزو په پایله کې زموږ تلفات د ۳۰ او ۴۰ تر منځ وو، پرته له دې چې د هغه مرمۍ له اغیزې څخه چې د کټارو له پورتنۍ برخې څخه پر موږ توغول شوې وې زموږ ځواکونو ته د ځان او مال زیان خورا کم ؤ. [8] که څه هم هغه (سردار اکبر خان) د زړورو کسانو په څیر خپله ماتې قسمت ته منسوب کړه، هغه د جنرال سیل په مشرۍ د انګریزي سرتیرو د زړورتیا ستاینه وکړه.«۹» څرګنده وه چې د دې پېغام مقصد په سردار اکبر خان فشار ؤ چې له مقاومت نه لاس واخلي. خو له بده مرغه په کابل کې قومي مشرانو په څلورو مياشتو کې چې سردار هڅه کوله جنرال سيل له جلال اباد څخه وشړي او د خېبر درې ته جنرال پالک د ننوتو مخه ونيسي او په دې موده کې نژذې ؤ چې له ژوند سره مخه ښه وکړي له کابل څخه هيڅ مرسته ونه شوه.
دا د دې لامل شو چې سردار پخپله له خپلو دوو همفکرو ملګرو محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمد خان سره کابل ته راستون شي او خپل حساب له قومي مشرانو لکه نواب زمان خان او نایب امین الله سره وکړي، بریډمن ایر وايي.« اخلاق او انسانیت تر دې لوړ نه شي بیانېدای ، چې اکبر خان له بندیانو سره کوم ښه چلند کولو ، په داسې حال کې چې بندیان او ساتونکي یې د کابل له سیند څخه تیریدل، هغه ډیر اندیښمن ؤ .
داسې نه چې کوم بندي ډوب شي تر هغې چې ټول په خوندي توګه بلې غاړې ته ووتل . [10] ایر د مکینزي له قول نه (د دسمبر د ۲۳ مې د غونډې چې د مک ناټن په مړینه پای ته ورسیده یو بندي ) لیکي: زه باید د محمد اکبر خان په اړه دا خبره په عادلانه ډول وکړم چې کله غازیانو زما د وژلو لپاره برید وکړ، زه د هغه پښو ته ورسیدم [یعنې هغه ته مې پنا یوړه ]. هغه په زړورتیا توره له تیکي راوویستله او مخ یې را وګرځاوه او ویې ویل: "هیڅوک تاسو ته زیان نشي رسولی، تر هغې چې هغه لومړی موږ ووژني (ما ووژني !"). د محمد اکبر خان غرور د هغه د اخلاقو تر حده لوړ شو کله چې هغه فکر وکړ چې نور زما لپاره ګواښ نه دی، په ټوکه یې راته وویل: ته زموږ د هیواد د نیولو لپاره راغلی یې! [11] مکینزي پوهیده چې په پښتني دود کې کله چې څوک یو پښتون ته پناه یوسي نو دا د پښتون دنده ده چې د پناه غوښتونکي دفاع وکړي که څه هم هغه یې دښمن هم وي.
بريډمن اير وايي چې له سې بابا څخه تر تيزين پورې د ١٦ کيلومتره سړک په اوږدو کې چې موږ سفر کاوه، لاره له کنډوالو او د برتانوي پوځيانو له جسدونو ډکه وه او فضا دومره بده او بوږنوونکې وه چې سړی ترې تېرېدلای نه شو .د ایر د ورځنیو یادښتونو له مخې وزیر اکبر خان د می د میاشتې په پنځمه نېټه د تزین له لارې کابل ته داخل شو، په داسې حال کې چې د محمد زمان خان او نایب امین الله خان د پلویانو تر منځ د تپې مرجان په شاوخوا کې جګړه روانه وه. [۱۲] . سردار اکبر خان او د هغه درې سوه سپاره د نواب زمان خان په پلوۍ جګړې ته ننوتل او د نايب امين الله خان مخه یې ونيوله او تر بالا حصاره یې پسې واخیستل زیاتې وسلې یې له هغوی ونیوې او بالا حصار یې محاصره کړ . بالاخره د امین الله خان په وړاندیز او د محمد شاه خان بابکرخیل په منځګړیتوب معامله یوې هوکړې ته ورسیده، چې د شاه د جګړې د فتحې په معنا وه . ددې لپاره چې عقدې له زړونو څخه ووځي نایب امین الله خان خپله لور وزیر اکبر خان ته په نکاح ور کړه، له همدې نیټې څخه سردار اکبر خان په وزیر اکبر خان مشهور شو. [۱۳]. سردار اکبر خان یو زړور سړی و چې په خپلو ژمنو یې وفا وکړه کله یې چې په مرجان غونډۍ کې د فتح جنګ او نایب امین الله خان ځواکونو ته ماتې ورکړه او د محمد شاه خان بابکرخیل په منځګړیتوب یې د سولې او د فتح جنګ وزارت ته غاړه کیښوده. نواب محمد زمان خان هغه له نايب امين الله خان سره د وزارت او خپلوۍ له منلو څخه منع کړ، خوًهغه وويل چې اوس يې د سولې شرطونه منلي دي او له خپلې ژمنې نه شي تېرېدای .
په دې اړه حمید کشمیري د سردار اکبر خان له قوله نواب محمد زمان خان ته وايي:
جوابش بگفت اکــبر نـام جــوی که اکنون چه خیزد
ازاین گفتگوی چوشب بسته پیمان سحر بشکنم
چـه گـوید بــر دوسـتان، دشمــنم؟ درستی گـرازعهد خـود گــم کنم ازاین پس چه پیمان به مردم کنم [۱۴]
سرچینې : [1]-موهن لال زندگی امیردوست محمدخان ، ج۲،ص ۳۸۰ [2]- کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، ص۹۵ [3]- کهزاد،همان اثر، ص ۱۲۲،رشتیا،افغانستان در قرن 19، ص۱۵۲ [4]-کهزاد، همانجا [5]- برید من ایر،په افغانستان کی دیوه بندی خاطرات ، ص ۱۹۵ [6]- همان اثر،ص۱۸۲، ۱۸۵ [7]- همان اثر، ص ۲۰۴ [8]- همان اثر، ص۲۰۷ [9]- همان اثر، ص ۱۹۹ [10]- همان اثر، ص ۱84 [11]-همان اثر،ص۱۳۰- ۱۳۴ [12]- همان اثر، ص ۲۱۱ ،۲۲۲ [13]- سراج التواریخ،ج۱ ،۱۸۵، کهزاد، بالاحصار کابل ،ج۲، ص۲۳۴ [14]احمید کشمیری،کبرنامه، ص ۲۲۱- ۲۲۳،طبع ۱۳۳۰ش