د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې هغه ته افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امیر عبداللهیان په دې خبرو کې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات لپاره د ټولو لورو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
هغه په خپلو خبرو کې د تسنیم خبري اژانس د خبریال خوشې کېدو، او د هلمند په سیند کې د ایران پر حقابې ټینګار کړی.
سرچینې کابل ته د امیر عبداللهیان له لوري د بلنې د منل کېدو یا ردېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د یاد هېواد د پارلمان اووه کسیز پلاوی کابل ته راغلی، چې تېره ورځ یې له امیرخان متقي سره لیدلي دي.