مکرون: طالبان په رسمیت نه‌پېژنو؛ خو ژر به کابل کې خپل سفارت پرانېزو

مکرون: طالبان په رسمیت نه‌پېژنو؛ خو ژر به کابل کې خپل سفارت پرانېزو


  • 3 کاله دمخه (04/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1221

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت بېرته پیل کړي.

نوموړي نن خبریالانو ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وتوانېږي د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ شي او هلته به افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلي چې ژر به دا چاره ممکنه کړي. نوموړي په همدې حال کې ټینګار کړی دی چې طالبان به په رسمیت ونه پېژني.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ا.ا ویلي وو چې جاپان هم ورته په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره کړې ده.