برېټانیا: روسیې ته په اوکراین کې د افغانستان جګړې هومره تلفات اوښتي

برېټانیا: روسیې ته په اوکراین کې د افغانستان جګړې هومره تلفات اوښتي


  • 2 کاله دمخه (23/05/2022)
  • سمسور
  • 665

سمسور (۲غبرګولی۱۴۰۱) د بریټانیا د دفاع وزارت ويلي، داسې ښکاري چې د اوکراين د جګړې په لومړیو دریو میاشتو کې به روسي ځواکونو ته هغومره مرګ ژوبله اوښتې وي، لکه پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد په نهه کلن یرغل کې چې وراوښتې وه. 

دغه وزارت ویلي، پر دونباس برید کې روسي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله د دوی د کمزوري پوځي‌ تکتیک ښکارندويي کوي‌. 

د بریټانیا دفاع وزارت وړاندوینه کوي چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په جګړه کې اوښتونکې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده او په خبره یې، دا چاره به د دې سبب شي چې عام روسان له دې جګړې سره مخالفت وکړي. 

د شمېرو له مخې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په نهو کلونو کې ۱۵زره عسکر وژل شوي وو.