متقي: د سیمې هېوادونه دې تر نورو ژر مونږ په رسمیت وپېژني

متقي: د سیمې هېوادونه دې تر نورو ژر مونږ په رسمیت وپېژني


  • 2 کاله دمخه (17/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1087

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپله تازه مرکه کې ویلي، د نړۍ له‌خوا د افغانستان د نوي دولت په رسمیت پېژندل به وخت ونیسي؛ خو د ده په خبره، چې سیمه‌ییز هېوادونه باید تر نورو ژر دوی په رسمیت وپېژني. 

متقي دغه‌راز زیاته کړې، چې امریکا باید د افغانستان ملي پانګه ژر تر ژره خوشې کړې او دغه هېواد دې د افغانستان په بیا رغونه کې هم  رغنده برخه واخلي. 

د هغه په خبره، چې دوی له واشنګټن نه هم د دوه اړخیزو اړیکو غځول غوښتي او هیله لري، چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې وپالي. 

نوموړي همدا راز ویلي، چې له نړۍ سره د افغانستان د نوي دولت اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي. 

متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان نوی دولت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د دې هېواد په رسمیت پېژندلو لپاره یې خپل شرایط هم اعلان کړي.