د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په افغانستان کې په میلیونونو غواګانې، پسونه او وزې د خولې او پښو ( اېف اېم دي) پر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یاد سازمان پر خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دا ناروغي په چټکۍ سره خپرېږي او کولای شي د مالدارنو معیشت اغېزمن کړي.
دغه سازمان خلاصې پولې، د څارویو پرله پسې تګ راتګ، اقلیم بدلون او محدود واکسیناسیون د ناروغۍ د خپرېدو لوی عوامل ګڼلي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې ۸۰۰زره غواګانې واکسین کړي او اوس هم د څارویو په منځ کې د خولې او پښو د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د خولې او پښو ناروغي، چې د برفکي تبې په نوم هم پېژندل کېږي، د څارویو په خوله کې د زخمونو لامل کېږي، کوم چې کولای شي د خوړو په تېرولو او هضمولو کې ستونزې رامینځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ډېری خلک، په ځانګړې توګه د کلیوالي او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي پر مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.