- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- فریدون فطرت
- 1173
مونږ وایو چې انسان ډېر ناچيزه ده، او د درد او غم سره مقابله نه شي کولی، او وایو چې په مات زړه ژوند ډېره سخته ده، خو داسې خلک شته چې درد او غم ته نه تسلیميږي، درد او غم رټي، درد او غم په ملا ماتوي، او په مات زړه د حالاتو سره مبارزه کوي
کله، کله وایم چې ژوند کاش له خوښيو ډک وای، او د انسان دپاره پکې هېڅ رقم مزاحمت نه وه موجوده!
او نه انسان پکې په بېوسۍ ، ناچارۍ اخته وای
او نه باید انسان پکې د درد او غم سره مخ شوی وای او نه د بيخوبۍ په رنځ مبتلا وای
خو بازې وخت چې فکر وکړم درد او غم د ژوند کیف دی
د ژوند مالګه ده او د ژوند خواږه هم پکې موجود دي، خو ځیني خلک له دې درده! بلا ګټې تر لاسه کړ، البته ددې بختورو انسانانو له جملې یو سردار شاه احسانمند دی
چې د ژوند په داېرې کې له دې محیطه برخمن دی او د درد له زاویې رنګونه اخلي، او د سکون بخشه شاعري په شکل دردیدلي زړونو ته تسکین ورکوي
له ډېرې لږې مودې راهیسې یې پېژنم، یوه شپه یې ماته د خپل اثارو په باره وویل او ډېره لږه شاعري یې په ما پېرزو کړه او د خپل دردیدلي زړه هغه کیفیات یې په په سکون بخشه غږ راته واورول
زه یې د خیال یوې رنګین دنیا ته وړی اوم او هلته یې په ما د رنګونو کاته وکړه
خو ځینې شعرونه یې زیات ودردولم،او په ځینې شعرونو کې یې دنیا فلسفي رازونه پراته وو،
زه هملته پوې شوم چې احسانمند دردیدلی دی او د دردونو نه یې بیخي زیات ګټه اخیستې ده
ورځ وه چې د ورکو خوبونو نوم یې راته واخیست او د ورکو خوبونو له مجموعي یې راته څو بیتونه وویل نو خدای شته چې د ورکو خوبونو نوم په ما ډېر ښه ولګید او بیتونه مې پرې بار،بار تکرار کړه او په هر ځل اورېدو مې زړه سکون اخیستو او د احسانمند د ورکو خوبونو متاثر کېدم
زړه مې غوښته چې بار،بار د احسانمند سره کینم او د احسانمند د زخمي او دردیدلي زړه له څړیکو خوند واخلم
خو ژوند ډېرې ناخوالۍ لري، او څه زه له دې ناخوالو سره مخ یم، د ژوند مصروفیتونه دي،
که زه هر څومره د احسانمند د ورکو خوبونو په راز وغږېږم خو په پوره مانا به یې څرګند نه کړم
خو څه چې زما له انده! وو ،څرګند مې کړه، او څه نتیجه مې د هغې د شعرونو اخیستي وو
که غواړي چې د احسانمند د دردیدلي زړه او د ورکو خوبونو راز باندې په پوره معنا ورسېږې نو ( ورک خوبونه) ضرور ولولئ او وګورئ او ددغې انسان په شاعرې بیا قضاوت وکړئ
په مینه او خلوص