روسیې له افغانستان سره څه باندې ۶۵ ټنه بشري مرسته وکړه

روسیې له افغانستان سره څه باندې ۶۵ ټنه بشري مرسته وکړه


  • 2 کاله دمخه (18/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 955

سمسور نیوز (۲۶تله۱۴۰۱) روسيې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې څه باندې ۶۵ ټنه مرسته کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د مرستو دا جوپه د روسيې د پوځ په الوتکو کې کابل ته را استول شوې ده. 

سرچینې زیاته کړې، چې روسیه به د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر څو ورځې وړاندې د افغان ګنکل شويو شتمنيو د ازادېدو او دغه راز یې د اشغال له کبله افغانستان ته د اوښتو زيانونو د جبرانولو د غرامت غوښتنه وکړه.