د هرمز تنگي څه دی؟
د هرمز تنگې د نړۍ یو له مهمو سمندري لارو څخه گڼل کېږي. دا تنگی د فارس خلیج او عمان سمندر سره نښلوي او د ایران، عمان، او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروت دی. د دې تنگي جغرافيايي ارزښت ځکه ډېر مهم دی چې د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه د نفتو صادرات له دې لارې ترانزيت کېږي. دا لاره د انرژۍ نړيوالو بازارونو ته د منځني ختيځو هېوادونو د نفتو او گازو د لېږد لپاره اساسي لار گڼل کېږي، او د نړيوالو قدرتونو لپاره ستراتيژيک اهميت هم لري.
ايران د هرمز تنگي پر يوه غاړه موقعيت لري، او وخت نا وخت يې د دې تنگي د بندېدو گواښ کړی، څو پر ځان اقتصادي او سياسي فشارونه کم کړي. دغه تنگی نه يوازې د نړيوالو سوداگريزو چارو لپاره حياتي دی، بلکې د سيمهييزو او نړيوالو سياسي رقابتونو مرکز هم گڼل کېږي. له همدې امله، د هرمز تنگي امنيت د نړيوالو ځواکونو او سازمانونو لپاره ستره اندېښنه ده، او د هر ډول شخړې امکان کولی شي د نړيوالو بازارونو په ثبات ژور اغېز وکړي.
*********
ولې د غربي نړۍ لپاره دا تنگی مهم دی؟
د هرمز تنگی د غربي نړۍ لپاره ځکه ډېر مهم دی چې دا د نړۍ د انرژۍ تر ټولو مهم ترانزیتي لار ده. څو مهمې خبرې دي:
لومړی، د نفتو او گازو لېږد:
نږدې ۲۰ سلنه د نړۍ نفت (شاوخوا ۱۸-۲۰ مېلیونه بېرله هره ورځ) له دې تنگي څخه تېرېږي، یانې یو کال کې د دې تنگي څخه کابو د ۵۸۴مېلیارده ډالرو د تېلو صادرات تېرېږي چې ډېری یې سعودي عربستان، عراق، ایران، کوېت، او قطر صادروي. دا نفت او طبیعي گاز بیا اروپا، امریکا، او نورو صنعتي هېوادونو ته ځي. که دا لاره بنده شي، نو د انرژۍ نړیواله عرضه به زیان وویني او نرخونه به حتماً لوړ شي.
دوییم، اقتصادي ثبات:
د اروپا او امریکا اقتصاد د انرژۍ له نړیوال بازار سره تړلي دي. د هرمز تنگي بندېدل یا ناامني کولی شي د نفتو نرخونه لوړ کړي، چې دا به بیا د ټرانسپورټ، تولید، او صنعتي فعالیتونو لګښتونه زیات کړي. دا کار بیا د انفلاسیون، اقتصادي بحران، او د سیاسي فشار لامل گرځي.
درېیم، استراتیژیکه سیالي:
امریکا او اروپايي هېوادونه غواړي چې د نړۍ مهمې ترانزیتي لارې، لکه هرمز تنگی، په یو نحوه خلاصې او خوندي پاتې شي. که ایران دا تنگی د سیاسي فشار په توگه وکاروي، نو دا به د لوېدیځو هېوادونو نفوذ ته گواښ وي. له همدې امله، امریکا هلته نظامي حضور هم لري.
*********
د هرمز تنگي بندېدل او د افغانستان پر اقتصاد اغېزې:
د هرمز تنگي بندېدل به په اسیايي هېوادونو، او په ځانگړي ډول په افغانستان، هم اغېز وکړي، که څه هم افغانستان سمندر ته لاسرسی نه لري، خو د غیرمستقیمو اقتصادي اړیکو له امله دا اغېز مهم بلل کېږي. دلته څو بعده شته:
لومړی، د تېلو او گازو بیې به لوړې شي:
افغانستان خپله انرژي (تېل، ډیزل، پټرول او گاز) له نورو هېوادونو واردوي، لکه ایران، ترکمنستان، پاکستان او نور...که د هرمز تنگی بند شي او نړیوالو بازارونو ته د تېلو صادرات کم شي، نو بیې به لوړې شي. دا کار به مستقیماً د افغانستان د ترانسپورت، تولید، برېښنا، او خوراکي توکو قیمتونه لوړ کړي. او موږ وار د مخه دې ورځو کې دا اغېز وینو، یو ليټر پطرول اته ورځې وړاندې په ۵۸ افغانۍ وو، خو نن ۶۴ دي.
دوییم، د وارداتو او ترانزیت لګښتونه زیاتېږي:
افغانستان ډېری واردات د سمندري بندرونو (لکه بندرعباس، کراچۍ، او چابهار) له لارې کوي. که د هرمز تنگی تړل کېږي، د دې بندرونو له لارې سوداگري هم اغېزمنېږي، ځکه چې د نړیوال کارگو لګښتونه به هم لوړ شي. دا به د افغانستان پر وارداتي اقتصاد فشار لا زیات کړي.
درېیم، د کرنسي ارزښت او انفلاسیون مسله:
د تیلو د بیو لوړېدو او ترانزیتي خنډونو له امله د افغاني کرنسي پر ارزښت هم فشار راځي. انفلاسیون به لوړ شي، او د عادي خلکو ژوند به نور هم سخت شي.
څلورم،سیمهییزې سوداگرۍ ته ضربه:
افغانستان د اسیا زړه بلل کېږي او هڅه کوي چې د سیمهییز اتصال مرکز شي. که د هرمز تنگی تړل کېږي، نو د سیمهییزو همکاریو لکه CASA-1000، TAPI، او چابهار له لارې ټرانزیتي پروژې هم اغېزمنېږي، ځکه چې نړیوال په خپلو منازعاتو کې بوختېږي او د افغانستان سره د اقتصادي پروژو بحثونه او چارې ټکنۍ کېږي.