نیویارک ټایمز: جوبایډن به طالبان سرکشي ته پرېنږدي

نیویارک ټایمز: جوبایډن به طالبان سرکشي ته پرېنږدي


  • 3 کاله دمخه (10/06/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1223

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې جوبایډن او اداره یې، دطالبانو لاس ته دښارونو لوېدل نه غواړي او د افغان ځواکونو دملاتړ لپاره په بدیلو لارو غور کوي.

د سرچینې په خبره طالبانو په دې وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې او داسې فکر کوي، چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې افغانستان به یوازې پاتې کېږي. 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، د امریکا ولسمشر او اداره یې هیڅکله نه غواړي، چې طالبان بیا واک ته ورسېږي او یا لږ تر لږه دې ښارونه د دغې ډلې لاس ته ورشي.

دورځپاڼې په خبره، امریکایي چارواکي اوسمهال په دې بحثونو بوخت دي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یا پوځي الوتکې پرېږدي او یا هم ورته بدیله لار ولټوي.

باید وویل شي، چې بایډن د خپلې واکمنۍ په لومړیو وختونو کې هم ویلي و، چې د افغانستان روانه مسئله به د دیپلوماسي له لارې حل کړي؛ خو نظامي حل لاره به د وروستۍ هغې په توګه وکاروي.