امریکا وایي، له افغان ځواکونو څخه ملاتړ یې اساسي هدف دی.

امریکا وایي، له افغان ځواکونو څخه ملاتړ یې اساسي هدف دی.


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1197

 امریکا وایي، افغان ځواکونو څخه یې ملاتړ اساسي اهدافو څخه دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، له خپل امریکایي سیال سره په ټیلفون خبرې کړې.

دواړو لوریو په دې خبرو کې، د امنیت برخه کې پر ګډ کار، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې، او پر بسنټیزې ملګرتیا  خبرې کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار، جیک سلیوان ویلي، امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره تل اوږه په اوږه دریدلې او له دغه پوځ سره د امریکا همکاري د امریکا له مهمو اهدافو څخه ده.

سلیوان همداشان په اوربند هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې امریکا به افغانستان کې د یو دایمي اوربند راوستلو کې خپله ټوله هڅه کوي.

که څه هم د بایډن ادارې لا د افغانستان په اړه څه نه دي ویلي، خو غوښتنه داده، چې د امریکا نوی حکومت دې د افغان جګړې لپاره اساسي حل ولټوي.