لویډ اسټین: وېره نه لرو؛ که اړتیا شوه، منځني ختیځ کې پوځي اقدام هم کوو

لویډ اسټین: وېره نه لرو؛ که اړتیا شوه، منځني ختیځ کې پوځي اقدام هم کوو


  • 1 کال دمخه (23/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 478


د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له زیاتېدو سره ان پوځي اقداماتو ته هم چمتو دي.
نوموړي له « سي بي ایس» امریکايي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن په جګړه ییز حالت کې له خپل ځان څخه دفاع ته چمتو دی او په دې برخه کې به هيڅ وخت زړه نازړه نه شي.
اسټین زیاته کړې چې دوی خبرې د حل لاره ګڼي؛ خو د جګړې د ګټلو لپاره پوځي اقدامات هم نه هېروي.
هغه دغه راز دا وېره هم ښودلې چې په منځني ختیځ کې به پر امریکايي پوځیانو بریدونه زیات شي؛ خو دا یې نه ده واضح کړې چې دا بریدونه به څوک کوي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې څو ورځې وړاندې یې د اسرائیلو له لومړي وزیر ته  د حماس ډلې پر وړاندې د هر ډول نظامي وسلو د ورکړې ډاډ ورکړی وو.